د افغانستان د سولي د بهیر ارزونه او تیري اوونۍ مهمي پیښې
د افغانستان د سولي د مذاکراتو د لورو تر مینځ د اجماع نشتون د استانبول د ناستې د ځنډ تر ټولو لوی لامل بلل کیږي.
په استانبول کې د افغانستان د سولي د کنفرانس ځنډېدا، طالبانو څخه د اشرف غني غوښتنې، طالبانو سره د نړیوالو د اړیکو په محدوده کېدو باندې د افغانستان د داخله وزارت ټینګار، د سولي د بهیر په اړه د افغانستان او د ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو سلامشورې، له واک څخه د اشرف غني په لیري کېدو باندې د حکمتیار ټینګار، د استانبول د ناستې په اړه د پاکستان او د ترکیې د ولسمشرانو خبرې اترې، د روژې په مبارکه میاشته کې طالبانو څخه د اوربند غوښتنه، افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ناڅاپه سفر، جرمني ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر، تر وخت مخکې د ټاکنو د موضوع په هکله د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون دریځ او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې د ځنډ په وړاندې د طالبانو غبرګون د افغانستان او د پاکستان له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.
په افغانستان کې ځینې خبري سرچینو اعلان وکړ چي په ترکیه کې د افغانستان د سولي کنفرانس د اپریل ۲۴ ته پاتي شو، د افغانستان د سولي کنفرانس ځنډنی کېدل چي باید استانبول کې تر سره شوې وای د دې ښودنه کوي چي د دې ناستي لپاره زمینه نه وه برابره شوې او لازمي تیارۍ نه وې نیول شوي.
د افغانستان د سولي د مذاکراتو د لورو تر مینځ د اجماع نشتون د استانبول د ناستې د ځنډ تر ټولو لوی لامل بلل کیږي.
په وروستیو اوونیو کې طالبانو سره د روغي جوړي په هکله د افغان چارواکو تر مینځ د اختلافاتو په هاخوا د سیاسي ډلو مشرانو هم په دې اړه مختلفې نظریې مطرح کړي دي.
چی دغه ټول په بین الافغاني خبرو اترو کې او د افغانستان په دننه کې د اجماع د نه شتون ښودنه کوي.
په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او طالبانو سره د مصالحې لپاره دوه عمده نظرونه مطرح شوي دي.
اوله نظریه داسي ده چي باید د طالبانو په ځینو غوښتنو باندې غور وشي، لکه د اساسي قانون بدلېدا، چي د امله یې په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې، د جمهوریت نظام او ټاکنې له مینځه تلای شي.
دوهمه نظریه کې بیا په دې ټینګار شوی چي طالبانو سره د روغي جوړي لپاره باید د افغانستان اساسي قانون او د جمهوریت نظام له خطرې سره مخامخ نه شي، طالبان باید په واک د ګډون لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي او د خلګو په رایو سره واک تر لاسه کړي.
دغه دوې نظریې د افغانستان د سولي په اړه په داسي حال کې مطرح شوي چي طالبان وایي د افغانستان اوسني حکومت او نظام باید لیري کړای شي او پر ځای یې اسلامي امارات جوړ شي، په داسي حکومت کې ولس د خپل برخلیک د ټاکلو او د فیصلې هیڅ حق نه لري.
په داسي حال کې چي د سولي د مذاکراتو په اړه د طالبانو د مشرانو تر مینځ د اختلافاتو په هکله هیڅ یو رسمي خبر نه دی خپور شوی لیکن داسي انګېړنې شته چي یو اړخیز سیاستونه او د پوره غوښتنو په منل کېدو باندې د دې ډلي ټینګار په طالبانو کې د ننه هم د اختلاف نظر سبب ګرځېدلی دی.
دا خبره حقیقت ده چي د طالبانو ځینې ځواکونه د افغانستان جګړه فرسایشي بولي او د جنګ له دوام سره مخالفه دي، په دې خاطر دی چي د طالبانو ځینې مشران د سولي په وړاندې له سختو دریځونو او کار ړنګوونو سره مخالفت کوي.
په داسي یو حالاتو کې د مذاکراتو لوري، یعني طالبان او افغان حکومت د استانبول د ناستې لپاره چي باید د اپرېل په ۱۶ کې تر سره شوې وای، چمتووالي نه لرل، په دې خاطر خبرې اترې له ځنډ سره مخامخ شوې.
طالبان له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو کې د امریکې فیصله غیرقانوني او د دوحې له موافقې سره په ټکر کې بولي.
د طالبانو ویاند محمد نعیم وردک له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په ایستلو کې د ځنډ په هکله د امریکې د ولسمشر د فیصلې په غبرګون کې وویل: دغه مساله د امریکا او طالبانو تر مینځ د دوحې له تړون څخه د خلافورزي او له نړیوالو اصولو څخه د سرغړوي په معنی ده چي د افغانستان د سولي د بهیر د لا پيچلي کېدو سبب ګرځي.
د طالبانو دغه جګپوری غړی زیاته کړه: د دوبي تر پایه د امریکایي ځواکونو په پاته کېدو باندې د امریکې ټینګار ټوله نړۍ ته ور وښودل چي امریکا په خپله خبره نه پاتي کیږي او د هیڅ یوې موافقې خیال نه ساتي چي د شرم خبره ده.
تر دې مخکې امریکا طالبانو سره موافقه کړې وه چي د ۲۰۲۰ تر پایه پوري له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي، خو د امریکې نوی ولسمشر جو بایډن بیا فیصله وکړه چي امریکایي ځواکونه باید د روان کال تر سیپتمبر پوري په افغانستان کې پاتي شي.
که څه هم بایډن د امریکې د مخکني ولسمشر ټرامپ له سیاستونو سره مخالفت کوي، لیکن د امریکې په بهرني سیاست کې د افغانستان د مسالې د حساسیت او پېچلتیا د امله له دغه هیواد څخه د امریکایی ځواکونو وتل تر سیپتمبر میاشتي پوري له ځنډ سره مخ شول.
دا چي ولي سپینه ماڼۍ له افغانستان څخه د وتلو په هکله داسي فیصله کړې بېلابېل تحلیلونه شتون لري، یو تحلیل دا دی چي امریکا غواړي په ۵ میاشتو کې دا وڅېړي چي د دوحې د موافقې د پلي کېدو احتمالي پایلي به څه وي، ځکه چي په امریکا کې هم د افغانستان په هکله د چارواکو او په تېره بیا د کنګرس او د حکومت تر مینځ د نظر اختلاف شتون لري.
د دغه تحلیل په چوکاټ کې د امریکا ولسمشر هڅه کوي چي د افغانستان څخه د وتلو په موضوع کې له نیوکو څخه د خوندي پاتي شي، په دې خاطر دی چي غواړي د افغانستان څخه د وتلو مساله نور هم په ځیر سره وڅیړي تر څو احتمالي ننګونې راکمي کړي.
د بلي خوا څخه ځینې بیا په دې باور دي چي امریکا په افغانستان کې د خپلو سیاسي موخو د تعقیبولو لپاره د یو بل هیواد د موندلو په لټه کې ده، تر څو له دې لاري څخه په افغانستان کې خپل د نظر چاري کنټرول او په مخ بوځي.
دې ته په کتو سره چي د سولي د ناستي کوربه توب ترکیې ته ورکول شوې دا احتمال هم مطرح شوی دی چي د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ترکیه کولایشي په دغه هیواد کې د امریکې ځایناستې شي، خو فکر نه کوم چي هیڅ یو هیواد خپلو ملي ګټو ته په کتو سره دې ته تیار شي چي د افغانستان په مساله کې په داسي ډول ګډون کړي.
خو پرته له دې چي امریکا ولي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتل ځنډنی کړئ، دغه کار د افغانستان د سولي په بهیر یعني په بین الافغاني مذاکراتو باندې منفي اغېز پرې باسي.
د افغانستان د سولي په بهیر کې د طالبانو د کارړنګوونو او پلمو اصلي لامل له دې ډلي سره د امریکایي لورو د ژمنو نه پوره کېدل دی، چي د امله یې ممکن په افغانستان کې د سولي او د جګړو د ختمېدو دغه تاریخي فرصت ضایع کړای شي.
په همدې خاطر دی چي د افغانستان دولت او ولس له امریکې څخه غواړي چي طالبانو سره د دوحې د تړون په وړاندې یو مشخص او معلومداره دریځ غور کړي، ځکه چي د ژمنو د نه پلي کېدا او نامعلوم دریځ په بین الافغاني مذاکراتو کې د بندون د رامینځ ته کېدو سبب ګرځېدلی دی.
د افغانستان ولسمشر له طالبانو څخه غوښټنه وکړه چي جګړه ودروي، اشرف غني په یوه اینټرنیتي غونډه کې له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چي په لویه جرګه کې حاضر شي، او خپلي غوښتنې له افغانانو سره شریک کړي، او د وسلو په لیري کولو سره د مصالحې په فکر ووسي.
د افغانستان ولسمشر وویل: جګړو ته د طالبانو د بیرته استنېدو څخه د مخنیوی لپاره باید یو ملي منشور لاسلیک کړای شي، اشرف غنی زیاته کړه: د افغانستان ولس او حکومت پایداره سوله غواړي، او د دې هیواد اساسي قانون سولي ته مشروعیت وربخښي.
دغه وړاندیز یوه نوې خبرهده چي د سولي د بهیر په ترڅ کې د افغان ولسمشر له لوري مطرح کیږي، اشرف غني په تېرو میاشتو کې د لنډ مهاله اوربند په ټینګښت، د اساسي قانون او جمهوریت نظام په خوندیتوب او د خلګو رایو ته په مراجعې باندې په ځلونو ټینګار کړی دی.
دا چي اشرف غنی له طالبان څخه غواړي چي په لویه جرګه کې ګډون وکړي په دې خاطر دی چي په واک کې د هغوي د ګډون لپاره یوه لاره ولټوي.
تر وخت مخکې د ټاکنو له وړاندیز سره د طالبانو تر مخالفت وروسته اوس افغان ولسمشر هڅه کوي طالبان په یو غیر دولتي بهیر کې راولي او له دې لاري د هغوي غوښتنو ته ځواب ووایي.
طالبان افغان اداره نامشروع او په لوېدیځو هیوادونو پوري پییلی بولي، دې ته په کتو سره چي لویه جرګه د افغانستان د حکومت سره تړاو نه لري اشرف غني دا تمه لري چي له دې لاري څخه په بین الافغانی خبرو اترو کې روان بندون لیري کړي.
خو د طالبانو دریځ نیونو او لیدلوري ته په کتو سره ناممکن ښکاري چي دغه ډله په لوبه جرګه کې له ګډون سره موافقه وکړي، طالبان غواړي چي د اشرف غنی دولت له مینځ یوړل شي او پر ځای یې د اسلامي امارت نظام رامینځ ته شي، چي دا خبره د افغانستان د خلګو له رایي او نظر سره په ټکر کې دی او له قانون سره اړخ نه لګوي.
د طالب مشرانو په ځلونو ټینګار کړئ چي په حکومت کې د خلګو له رول لوبونې او د جمهوریت له نظام سره مخالفه دي، دا موضوع د افغانستان د راتلونکې په اړه اساسي اندېښنې رامینځ ته کړي دي.
د افغانستان ولس د دې هیواد له حکومت څخه تمه لري چي طالبانو سره مصالحه په افغانستان کې د ملي لاسته راوړنو لکه د جمهوریت نظام، ټاکنې او د قانون د له مینځه تلو سبب و نه ګرځي.
په دې خاطر افغان حکومت باید د هر یوه داسي فیصلې او دریځ څخه پرهېز وکړي چي هغه د جمهوریت او یا هم د اساسي قانون د کمزوري کېدو او د تاواني کېدو سبب ګرځېدایشي.