-
د افغانستان تخار ولایت ته سلګونو طالب ځواکونه استول شوي دي
Jan 27, 2025 02:27زمونږ خبریال راپور راکړی د یوه چینایي وګړي تر وژل کېدو وروسته، تخار ته سلګونه طالب جنګیالي استول شوي دي
-
په کابل کښې د نوي جوړ شوي جومات نوم غزه کیښودل شوی
Jan 26, 2025 23:58ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین له خلکو سره د پیوستون لپاره د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د نوي جوړ شوي جومات نوم «غزه» کیښودل شو.
-
نورستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ هکتاره له منځه تللي ځنګلونه بیارغول شوي دي
Jan 26, 2025 12:17د افغانستان د نورستان ولایت چارواکي وایي چې شاوخوا ۲۵۰۰ هکتاره له منځه تللي ځنګلونه یې بیا رغولي دي.
-
د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ اقتصادي دهلیز تړون تمدید شو
Jan 26, 2025 11:08د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال اوزبیکستان ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه ريلي دهليز د تړون په لاسلیک کولو سره دا تړون د يو کال لپاره تمدید کړی دی.
-
د افغانستان بانک سبا ۲۵ میلیونه ډالره لیلاموي
Jan 26, 2025 10:50د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو ارزښت له لوړېدو سره سم، د افغانستان بانک خبر ورکړی چې نوموړی بانک ۲۵ میلیونه ډالره داوطلبۍ ته وړاندې کوي.
-
امریکا ښايي د طالب مشرانو پر سر ډېر لوی انعام وټاکي
Jan 26, 2025 10:44د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون ویلي چې ښایي متحده ایالات د طالبانو په لوړپوړو مشرانو "ډېر لوی انعام" ورکړي. د نوموړي په خبره، د خپرو شویو راپورونو په پرتله طالبانو ډېر امریکايي وګړي یرغمل نیولي دي.
-
د افغانستان مهاجرینو لپاره امریکا ته د تلو لاره بنده شوه
Jan 26, 2025 02:20زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حکم پراساس د پناه غواړو کسانو په درخواستونو او غوښتنو باندې د غور کولو کار بند شوی او له کبله یې امریکا ته د تلو په انتظار د زرګونو ناستو افغان ښاریزو لپاره اوس دروزاره بنده شوي ده.
-
د افغانستان طالبانو په هرات کې دوه کسان د غلا په تور ووژل
Jan 26, 2025 01:23زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په هرات ولایت کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې دوه کسان د غلا په تور په ډزو وژلي دي.
-
طالبان د بهرنیو ګواښونو په وړاندې په مقاومت ټینګار کوي
Jan 25, 2025 11:49د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر اعلان وکړ چې افغانان په قوي او کلکې ارادې سره د بهرنیو ګواښونو په وړاندې مقاومت کوي.
-
د جزا د نړیوالې محکمې حکم ته د طالبانو غبرګون
Jan 25, 2025 10:10د طالبانو د سرپرست حکومت يو شمېر چارواکو او بنسټونو د نړیوالې جزايي محکمې د تازه حکم په باب عکس العمل ښوولی دی.