-
په ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي
Sep 04, 2024 13:47د ننګرهار سیمهایزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د چټکمزلي او باروړونکي موټرو ترمنځ د ټکر له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
-
په کندهار کې د ملي ټلویزیون پر نشراتو بندیز لګېدلی دی
Sep 03, 2024 03:02سرچینې وايي چې په کندهار ولایت کې د یوازینۍ انځوریزې دولتي رسنۍ «کندهار ملي ټلویزیون» چې اوس مهال يې د طالبانو تر مدیریت لاندې کار کاوه، پر نشراتو بندیز لګېدلی او کار کوونکي یې وزګار شوي دي.
-
د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي
Sep 03, 2024 02:55راپورونه وايي چې برید انتحاري وو او د طالبانو د څارنوالۍ، چې دوی یې د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست بولي، کارکوونکي یې په نښه کړي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخکې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ممکن د تلفاتو اصلي شمېر تر دې خورا ډېر وي.
-
په تېره یوه اونۍ کې تر ۷۰ زره ډېر کسان له افغانستان څخه وتلي دي
Sep 02, 2024 13:40د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د زمري له ۲۸ مې د روانې میاشتې تر ۳ یمې نیټې پورې څه باندې ۷۲ زره کسان له افغانستان څخه وتلي دي.
-
په کابل کې د خیریه بنسټونو او شوراګانو مسئولان طالبان په سیاسي چلند تورنوي
Sep 02, 2024 13:09د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په پلازمېنه کابل کې یې د درېیو خیریه بنسټونو، یوې ټولنې او یوې شورا دفترونه تړلي دي.
-
امنیت شورا د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه کوي
Sep 02, 2024 13:05د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې سپټمبر میاشتې پر اتلسمه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه کوي.
-
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته جوړوي
Sep 02, 2024 02:47د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خبر پاڼه کې ویلي، چې د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې به د افغانستان په اړه ناسته جوړه کړي.
-
د بښنې نړېوال سازمان د افغان کډوالو ایستلو په اړه د المان پر پرېکړې نیوکه کړې
Sep 01, 2024 02:51د بښنې نړیوال سازمان له آلمانه د افغان کډوالو ایستلو په غبرګون کې وایي، د ټاکنو په را رسېدو سره د المان حکومت له لوري د کډوالو د ایستلو دغه تګلاره سیاسي ننداره او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
-
د افغانستان او ترکمنستان تر منځ مهم تړونونه لاسلیک شوي دي
Sep 01, 2024 02:47د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د کانونو سرپرست وزیر په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي د ترکمن چارواکو سره د ټاپي او ټاپ پروژو د تطبیق د تورغونډۍ – او هرات د رېل کرښې د لومړي فاز د رغونې او تورغونډۍ بندر د پراختیا او د نوري فایبر پروژو د چارو د چټکتیا او په دې برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه هر اړخیز بحثونه کړي.
-
د ملګروملتو ماهرانو د طالبانو د امربالمعروف قانون لوی شاتګ وباله
Aug 31, 2024 10:53د افغان رسندویو له راپور سره سم د ملګروملتونو متخصصانو د طالبانو د “امربالمعروف د قانون” په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې دا په افغانستان کې د بشري حقوقو د جدي شاتګ ښودنه کوي او د ځپونکو اقداماتو د زیاتېدو، او په ۱۹۹۰ کلونو کې پخوانۍ افراطي دورې ته د ستنېدو څرګندونه کوي.