-
طالبانو د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې څخه د پراختیایي پروژو د دوام غوښتنه کړې
Sep 06, 2026 13:46د سرپرست حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له استازو سره په لیدنه کې د پراختیايي پروژو پر دوام او د دغو پروژو پر پایښت ټینګار شوی دی.
-
د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار
Sep 06, 2026 13:09د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د روسیې سفیر د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، سیمهییزو تحولاتو او د کابل او مسکو ترمنځ د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
-
متقي له زلمي خلیلزاد سره د کابل او واشنګټن پر اړیکو خبرې کړي
Sep 06, 2026 13:02د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د روانو تحولاتو او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په اړه یې خبرې کړې دي.
-
د خیریه ښیګنې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې لا هم پراخې دي
Sep 06, 2026 12:56د سپټمبر پنځمه د خیری ښیګنې نړیواله ورځ ده؛ دا ورځ د میلیونونو هغو خلکو لپاره د نیکو کارونو او بشري مرستو اهمیت ته د پام اړولو فرصت دی چې له بېوزلۍ، بحران، نادارۍ او طبیعي پېښو له پایلو سره مخ دي.
-
د ایران سفارت د فرهنګي چارو مسؤل په سرپل کې د حضرت یحیی بن زید(ع) له حرم څخه لیدنه وکړه
Sep 06, 2026 12:20په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د فرهنګي چارو مسؤل سید روحالله حسیني، سرپل ولایت ته د خپل سفر پر مهال د حضرت یحیی بن زید(ع) د حرم د بیارغونې او ترمیم له روان بهیر څخه لیدنه کړې او د دې زیارتي ځای د ساختماني چارو د پرمختګ او پاتې کارونو د چارو ارزونه يې کړی ده.
-
په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي مسؤل په اسلامي ټولنو کې د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Sep 06, 2026 12:12د افغانستان په مزارشریف کې د حضرت محمد مصطفی(ص) د میلاد او د حضرت امام جعفر صادق(ع) د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت فرهنګي مسؤل په اسلامي ټولنو کې د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
-
ننګرهار کې د تودو سیمو په یوولسو ولسوالیو کې نوی ښوونیز کال پیل شو
Sep 06, 2026 12:07ځایي افغان چارواکي وایي، د زدهکوونکو د درسي بهیر له پیلېدو سره سم به د نویو زدهکوونکو د جذب لړۍ هم روانه وي.
-
تمدن: نور د چوپتیا او زغم دوام توجیه نه لري
Sep 06, 2026 07:38زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان تمدن ټلویزیون د طالبانو له خوا د خاتمالنبیین مدرسې د محاصرې په غبرګون کې ویلي چې له دې وروسته به چوپتیا ونه کړي او خپلو خپرونو ته به د خواله شبکو له لارې د پراخو فعالیتونو په لومړیتوب دوام ورکړي.
-
طالبانو په کابل کې د خاتمالنبیین علمي مرکز محاصره کړی
Sep 05, 2026 17:51طالب ځواکونو د شنبې په ورځ، د وږي په ۱۴مه، په کابل کې د خاتمالنبیین دیني مدرسه محاصره کړې او له مسوولانو او زدهکوونکو یې غوښتي چې له ودانۍ ووځي.
-
کابل او مسکو د دوهاړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ
Sep 05, 2026 15:03د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او روسیې استازو د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.