-
متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی
Sep 26, 2023 06:36زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر له افغانستان سره د اړیکو په لا پراختیا اوپياوړتیا ټينګار کړی.
-
طالبان لاهم په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د کرسۍ په لټه کښې دي
Sep 26, 2023 06:27د افغانستان طالبانو د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډو له ترسره کیدو سره هممهاله یوځل بیا د کابل حکومت ته په دغه ارګان کښې د افغانستان د کرسۍ د سپارل کیدو غوښتنه وکړه.
-
د چین اسیايي سیالۍ؛ محسن رضايي د برونزو مډال وګاټه
Sep 26, 2023 02:01د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبډلمشر محسن رضايي د چین په اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.
-
روان کال په افغانستان کې زموږ ۱۱۳ مرستندوی کارکوونکي نیول شوي
Sep 26, 2023 01:52ملګري ملتونه په افغانستان کې په روان کال کې د بشري مرستو د رسولو پرمهال د خپلو ۱۱۳ کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي.
-
افغان کرېکټ ملي لوبډله هند ته روانه شوه
Sep 26, 2023 01:23افغان کرېکټ بورډ د کرېکټ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره هند ته د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د سفر خبر ورکړی دی.
-
روان کال له افغانستانه د ۷۵۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي
Sep 25, 2023 12:27د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر لمریز کال د شپږو میاشتو په پرتله د صادراتو کچه لږ راټيټه شوې ده.
-
د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست وزیر: د هلکانو په پرتله د نجونو «جهل» زیات دی
Sep 25, 2023 12:23افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست جوزجان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د هلکانو په پرتله د نجونو «جهل» او ناپوهي ډېره ده.
-
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د پاکستان له ځانګړي استازي لیدنه کړې
Sep 25, 2023 11:36د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خيرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د پاکستان هېواد له ځانګړي استازي آصف دراني او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
-
په افغانستان کې نن يو ځل بيا د پولیو ضد واکسین درې ورځنی ملي کمپاین پیل شو
Sep 25, 2023 11:06د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په يوه بيانیه کې ويلي چې د دې کمپاین موخه داده ترڅو د پنځو کالو کم عمره څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي. د نورو جزئیاتو لپاره زموږ د همکار فضل غني حقمل راپور ته غوږ شئ.
-
کابل طبي پوهنتون کې د کتاب لوستلو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
Sep 25, 2023 10:59په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستيال حيات الله مهاجر فراهي وويل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې کوي چې په هېواد کې د مطالعې کلتور ترويج کړي. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.