May 14, 2023 16:21 Asia/Kabul
  • د فردوسي د تلین په مناسبت ځانګړی پروګرام

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې فردوسي د تلین په مناسبت له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د تاریخ پاڼې ته په کتو سره د غويي میاشتې ۲۵ مې ته رسېږو، د فارسي ویونکو لپاره ارزښتناکه او د فارسي خوږې ژبې د مینوالو ورځ. دا ورځ په تاریخ کې د شاهنامې د ستر شاعر او ویونکي، فردوسي توسي او د فارسي ژبې د نمانځنې ورځ نومول شوې ده.

حکیم ابوالقاسم فردوسي په ۳۲۹ هجري قمري کال کې د طوس ولسوالۍ د پاژ په کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

د فردوسي د مړینې نېټه ځینو ۴۱۱ او ځینو ۴۱۶ هجري قمري لیکلې ده.

هغه په طوس ښار او په هغه بڼ کې چې په ده پوري اړوند وو، خاورو ته وسپارل شو.

ویل کېږي چې فردوسي له دې مخکې ځیني نور شعرونه هم لیکلي وو، خو ترټولو نامتو اثر یې شاهنامه ده، هغه حماسي کتاب چې د ایراني زړه ورو او ځوانمردو کسانو د سرښندونو او د افسانوي کېسو روایت کوي.

رستم او سهراب، زال او رودابه، هفت خان رستم، بېژن او منیژه او کاوه او آهنګر هغه کېسې دي، چې فردوسي په خپل شاهنامه کتاب کې په نظم لیکلي دي. که څه هم ځیني کسان په دې باور دي چې دا کېسې افسانوي دي خو د شاهنامې اساس او بنسټ عقل دی.

عقل او تفکر ته د فردوسي پاملرنه دومره وه، چې هغه، شاهنامه  په دې بیت او د عقل د پیدا کوونکي په ستاینې سره داسې پیلوي:

به نام خداوند جان و خرد         کزین برتر اندیشه برنګذرد

ایراني ستر شاعر په توسي دقیقي مشهور، ابومنصور محمد بن احمد د شاهنامې لومړنی ویونکی وو، چې د ګشتاسپ کېسې زر بیتونه یې ولیکل. هغه په ځوانۍ کې ومړ او وې نشو کړای چې دا اثر پایته ورسوي. حکیم ابوالقاسم فردوسي د دقیقي زر لیکل شوي بیتونه په اصلي بڼه په خپلې شاهنامې کې راوړي او د هغه د بیتونو په پیل کې یې زیاته کړې، چې دقیقي یې په خوب لیدلی او د هغه منظوم شعرونه یې په خپلو شعرونو کې ځای پرځای کړي دي.

د ابوالقاسم فردوسي تلپاتی اثر شاهنامه، تراوسه په ډېرو ژبو لکه: په ارمني، تاجیکي، ازبیکي، ګرجي، روسي، انګلیسي، آلماني او ایټالیایي ژبو  ژباړل شوی دی. د کېسو جذابیت، صحنه جوړل او زړه راښکونکې ستاینې، د خدای عبادت، له همنوعه سره مینه، هېوادپالنه او همدارنګه د حماسي روایتونو جوړښت، کولای شو د شاهنامې د تلپاتې کېدو لامل وګڼو. هغه ادبي شاهکار چې د یوې خزانې په څېر، تر نن ورځې پورې د ایرانیانو هویت، کلتور او د فارسي ژبې خوږې کلمې او بنسټ یې ساتلی دی.

د کمبریج پوهنتون استاد چالز ملویل وايي:

د فردوسي ستره لاسته راوړنه دا وه چې د ایرانیانو تاریخ یې وساتلو، هغه هم د دوی د امپراطورۍ د اوج تاریخ. خو ترټولو مهم ټکی دا دی چې هغه یې د ایرانیانو په ژبه یعني په فارسي ولیکلو، د فردوسي دا کار د ایرانیزم د ستر مفهوم یوه برخه ده، له خپله ځانه او په هویت باندې پوهېدل، دا هغه مسله ده چې زما له آنده له نورو ډېر په فردوسي کې لیدل کېږي.

د شاهنامې لوستل په ایران کې لکه د کېسو لوستلو په څېر لرغونې مخینه لري او خلک له پخوا راهیسي په غونډو او ناستو کې د شاهنامې کېسو له لوستلو سره مینه درلوده.

د شاهنامې لوستل د یوه کلتوري دود په توګه د ایران په دودونو او باورونو کې رېښه لري او د ایرانیانو لپاره د ملي ژبې د هویت له اړخه ډېر مهم دی.

د فردوسي شاهنامې پخوانۍ روایت کوونکی امیر صادقي په دې آند دی چې، شاهنامه که د تاریخ پخوانۍ دورو کې او که په تاریخي پړاو کې، څه هغه وخت کې چې سینه په سینه نقل کېده او که څه هغه وخت چې لیکل شوې وه او هم په تېرو زرو کلونو کې، چې په فارسي ژبه لیکل شوې ده، د ایراني هویت ساتلو دنده یې په غوره ډول ترسره کړې ده.

له پخوا راهیسي د ایران او افغانستان د ملتونو ترمنځ پراخې تاریخي او کلتوري اړیکې وې، له دې امه د پښتو ژبې په ویونکو کې هم د فردوسي د شاهنامې مینوال ډېر دي.

ژباړه: زماني

ټیګونه