Dec 03, 2023 15:40 Asia/Kabul
  • په لومړي ځل په پښتو ژباړه د روژې مبارکې میاشتې د دعاګانو کتاب چاپ شو

له مفاتح الجنان عربي کتاب څخه په لومړي ځل په پښتو ژبه د روژې دعاګانې کتاب د دوکتور عبدالرحیم دراني په ژباړې سره چاپ شو.

دغه کتاب ۲۷۴ صفحو کې چاپ شوی چې له مفاتح الجنان عربي کتاب څخه په کې د روژې مبارکې میاشتې د هرې ورځې او شپې لپاره بېلا بېلې دعاګانې او د قدر د شپو اعمال راټول او په پښتو ژبه ژباړل شوي دي.

په عربي ژبه دغه کتاب شیخ عباس قمي علیه الرحمة لیکلی او د پښتو ژباړه د اهل بیتو نړیوالې ټولنې لخوا چاپ شوې ده.

 

ټیګونه