Dec 19, 2023 14:33 Asia/Kabul
  • د فلمي ستورو حیرانوونکې تنخوا؛ شاه رخ، عامر او سلمان څومره عواید لري؟

د بالیوډ کینګ شاه رخ خان په ۲۰۲۳م کال کې تر ټولو د زیاتې تنخوا اخیستوونکي فلمي لوبغاړي په توګه پېژندل شوی، خو له هغه وروسته دوه نور خانان سلمان او عامر هم د لوړ عاید لرونکي دي.

شاه رخ خان د سوپر هټ فلم پټان، جوان او ډینګي څخه سږ کال ۶ میلیارده هندي کلدارې عواید تر لاسه کړی، دغه راز شاه رخ خان، عام خان او سلمان خان په یوه فلم کې د کار کولو په بدل کې یو نیم میلیارد هندي کلدارې اخلي.

د را پورله مخې؛ دغه فلمی ستورې په یو فلم کې د یاد فیس ترڅنګ، د فلم زیات چلیدو ګټې څخه هم ونډه اخلي.

د دغه درې ستورو ترڅنګ اکشي کمار، هریتیک روشن او رنبیر کپور په یو فلم کې د کار کولو په بدل کې یو میلیارد هندي کلدارې اخلي، اجي دیوګن په یو فلم کې اته سوه میلیونه هندي کلدارې اخلي.

ډیپیکا پاډوکون په یو فلم کې د کار کولو په بدل کې ۳ سوه میلیونه هندي کلدارې اخلي، دغه راز کرینه کپور او انوشکا په یو فلم کې بیا د لوبیدو په بدل کې ۱۸۰ میلیونه هندي کلدارې اخلي.

 

ټیګونه