د افغان لیکوال کتاب، د فجر شعر د فیسټیول د وروستیو کاندیدانو په فهرست کې
د افغان ادیب محمد ناصر رهیاب کتاب «شعر، هنر زباني زیبا» د سباوون د شعر د میلې د کتابونو آخري مرحلې ته لاره موندلې ده.
د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، د شعر په اړه د افغان لیکوال کتاب «شعر، هنر زباني زیبا» د فجر د شعري میلې په آخري پینځو کاندیدانو کې شامل دی.
دغه کتاب په داسې حال کې دغه میلې ته لاره موندلې چې ناصر رهیاب درې ورځې مخکې د زړه د درېدو له امله په ۷۲ کلنۍ کې وفات شو.
رهیابد هرات پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي له استادانو، د دغه پوهنتون علمي مرستیال او د هرات د ادبي ټولنې د مشریز پلاوي غړی دی.
هغه ډېر کلونه د افغانستان د علومو په پوهنکور کې څېړنې کړي او ډېر علمي آثار لري. د هغه په آثارو کې سبکشناسي، سپیدهدم داستاننویسي، نقد ادبي، گره به باد مزن، شعر هنر زباني زیبا و سامانگرایي در نوشتار دانشگاهي کتابونه شامل دي.
تېر کال هم د فجر یا سباوون په ادبي میله کې په ایران کې مېشت د افغان څېړونکي او شاعر محمد کاظم کاظمي کتاب هشت رود د قدروونکي کتاب جایزه ګټلې وه.