Jan 03, 2024 12:58 Asia/Kabul
  • په ۲۰۲۳م کال کې په شاه رخ خان د پیسو باران؛ ۲۵ میلیارده روپۍ ګټه یې کړې

په بېلا بېلو برخو کې ۲۰۲۳م کال د ځینو لپاره د بریا او ځینو لپاره د ناکامۍ کال وو، خو د بالیوډ خان، شاه رخ خان لومړنی هندي فلمي لوبغاړی شو، چې په دغه کال کې ۲۵ میلیارده روپۍ  ګټلي دي.

شاه رخ خان په ۲۰۲۳م کال کې په یو بل پسې درې بریالي فلمونه وکړل، چې هر یو یې په بې سارې کچه بریالي شول.

پټان فلم د زیاتو علاقمندانو ترڅنګ غوره سوداګري هم وکړه، دغه راز جوان فلم هم د زیاتو مینوالو خوښ شو، شاه رخ خان په دغه کال کې وروستی فلم ډنګي وو، چې په لویه پرده نندارې ته وړاندې شو چې د زیاتو مینوالو پام یې ځان ته راوړو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د سوداګرۍ شنونکی رمیش بالا وايي چې د بالیووډ پاچا شاه رخ خان لومړنی هندي لوبغاړی شو، چې په یوه کال کې یې ۲۵۰۰ کروړه یا ۲۵ میلیارده پیسې ګټلي دي.

ټیګونه