May 26, 2024 15:44 Asia/Kabul
  • د ۱۴۰۳کال شعار؛دخلکو په ګډون سره د تولید وده

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د کال د شعار نومې لړۍ له ننني یولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،لکه څنګه چې خبر یاست  داسلامی انقلاب معظم لارشود هرکال د نوی کال لپاره یو شعار او عنوان ټاکي، د ۱۴۰۳لمریز کال لپاره  هم عنوان او شعار ؛د خلکو په ګډون سره د تولید وده؛ غوره شوی دی .دغه عنوان ښئ چې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ترټولو مهمه اندیښنه  اقتصادي مسئله ده. په  دغه نننی مطلب کې د خلکو په ګډون سره د تولید د ودې ځینی  نور لوازمات هم ارزوو، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

خوږو دوستانو د کم کیفیّته شیانو واردات سبب کیږي چې داخلی محصولات ورسره مقابله ونه کړئ شي، ځکه دهغو د کیفیّت د ټيټوالي په علت ئې ټول لګښت هم راکمیږي. له یوې خوا په ټولنې کې د اخستو یوه ترټولو مهمه مولفه،بّیې دي. ددغه شان شیانو د واریدیدا یوه لاره قاچاق ده. د قاچاق پر شیانو د دقیقې څارنې نه شتون او د بهرنیو شیانو ډیر زیات واردات او د ایرانیو تولیدونکو لپاره ئې د سالمې سیالۍ د توان نشتوالی، نه یوازې له دغو تولیدونکو څخه د تولید او خلاقیّت  انګیزه اخلی، بلکې د کیفي شرائطو کې  د  ایران تولیدي شیان  په بازار کې له سم هرکلی سره نه مخ کیږي.نو ځکه  د قاچاق له موضوع سره  د قضائي او قانوني  ادارو د سخت چلند  او د شیانو د مخه نیونکو سسټمونو  څخه په استفادې سره د شیانو د ګمرکاتو  د چارو د سمارټ سسټمونو  په لوړتیا  سره او دغه راز د بېوځله او او قاچاق کونکو  کولبرانو  په اقتصاد کې د کارنده او شفافو کارکسبونو  د فضا په برابرولو سره د ملی اقتصاد  او تولید په زیاتیدا او  ددغې ناسمې ښکارندې یعني د قاچاق  د زیاتیدونکي رودې په کمیدا کې  اغیزشیندونکی کیدلی شي.

 دغه قوانین  په هغو مثبتو ټکو سره چې لري ئې،ځیني  هم دتولید په چارې کې د خنډ سبب شوي دي. په هغو کې  له ورکشاپ  څخه  د بهر تولید  او په کورونو کې د کار کولو د قواعدو او ډيجیټيلي کار نه اټکل کیدا چې د هیواد د پراختیا او د حکومت د پروګرامونو   کې سټراټژۍ اولارې  چارې  په نظر کې نیول شوي دي چې ځیني ئې هم تصویب شوي دي او د هغو په  اجرا کې  چټکتیا به  د ملی تولیدغوټه پرانیستونکی شی.  ددغو قوانینو  اپډیټ کول  به د تولید په ودې کې   مهم رول ولوبوي. دایران اوسنی حکومت هڅه کړې ده  دغه قوانین  د ورځې په اساس نوي او اپډیټ کړي . 

د  تولید  چیلنجونه او مشکلات، د کارنده ویشونکي چینل نه شتون دی .په دې اساس، تولید کونکي، خپل محصولات او تولیدات په ډيرو لګښتونو او کمې ګټې سره تولیدوي  او  په واسطې سره ئې خرڅوي ؛ خو  دخرڅونکو واسطو وګړو د زیاتوالي او د لاس په لاس کیدا په علت ، دغه شیان په ډير لوړ ریټ او بیّو سره  د  مصرفؤنکي لاسونو ته رسیږي. د تولید او پلور  ل کړه ایزې ګټې څخه د تولیدونکي کمه ونډه، دتولید لپاره دتولیدونکي د انګیزې  دکمیدا سبب کیږي او  له بل پلوه،  د اخستو لپاره ګروهنه هم کمیږی.  په دې مینځومیان کې ده چې  د بیّو  او مصرف  د  زیاتو ګټو  او پيسو د ترلاسه کولو او  په نهایت کې  د فساد د رامینځةکیدا سبب کیږي. نو ځکه د اساسی شیانو  او سونګو او ډوډئ د پخولو  او د سمارټ سسټمونو په څير اقدامات باید دوام ومومی ا و کارنده او د ورځې په اساس رامینځةشي او د ملی ویشونکی جوړښتونو سره سم،د شیانو د سمارټ ویشونکو پلیټ فارمونو، ویشونکو شرکتونو او د  ویشونکو  ادارو په څير ولسی اورګانونو د جوړښتونو بڼه پراخه شي . د ویشونکو چینلونو   کارندوالی او اپډیټ کیدا،د داخلی شیانو د تولید له امله عایدات زیاتولی  او د داخلی تولیداتو په ودې کې مهم رول لوبولی شي.

      دوستانو صنعتي سټراټژي، د صنائعو لپاره  د هغې لارې د نقشې په شان عمل کوي، چې د صنائعو د بې لارې کیدا مخه نیسي.دغه موضوع په مستقیم ډول  د تولید د موضوع لمن راګیره کړې ده؛ نو ځکه، د ځمکې د سروې بیاکتنه او د مطالعاتو تازه والی، د آب وهوا د محدودیتونو او ظرفیتونو او د  چورلیزي ځمکې  د سټراټژيیو او موسمي  ظرفیّتونو او محدودیّتونو باندې په ټینګار سره ،د تولید د لارې په  هواری او د تجارت د حوزې په پراختیا  کې د پام وړ اغیزه درلودلی شي .د مځکې سروې به سبب شي  چې تولید د هیواد په مختلفو  ولایتونو کې په تخصصي بڼه تعقیب شي  او د چټي او سترو لګښتونو  مخه هم نیول کیږي.

د تولید د ودې یو لومړیتوب  اسعاري سیاست دی . ځکه  د ایران د بازار د ګراف په اساس،  زیاتره بازارونه، د اسعارو نرخ  سره ډیر حساس دي او  د اسعارو په بازار کې د بیّو هر ډول بدلون ، زیاتره بازارونه  له بې اساسۍ او فوری بدلونونو سره مخ کوي . نو ځکه  د بازارونو ثبات  د اسعاري بازار  له ثبات سره غوټه  خوړلې ده  او د اسعاري بازار  څارنه اوکنټرولول، د تولید په ودې کې اساسی  رول لوبولی شي.  په همدې خاطر لازمه ده چې  یو مناسب  اسعاری نرخ  وټاکل او عملیاتي شي.یعني باید  په دغې اندازې سره، اساسی شیان،ضروری شیان او لومړني مواد د تولید چینل ته ورسول شي.

  د سیالیو  د زیاتیدا له لارې خصوصي کیدا، داقتصادي یونټونو ګټې او د کارندوالي لوړتیا، د تولید په ودې کې مهم رول درلودلی شي. د اساسی قانون د ۴۴مادې په اساس  کلی سیاستونه  هم په همدې چارې  ټينګار کوي. د هیواد ډیری اقتصاد پوهان، د ایران د اقتصاد یو اصلي مشکل  د حکومت د حجم لویوالی او د خصوصي برخې کم رول ګڼي . په ایران :ې د خصوصي کیدا  پخوانیو تجرووښه او خوښه نتیجه نه ده درلودلې  او نه دي توانیدلي د اقتصادي انډولتیا،د کار کسب د رامینځةکیدا  او  د بیروزګارۍ د ختمیدا سبب شي.شاید د خصوصي کیدا په لاره کې ترټولو مه مهمه غلطي او نیمګړتیا دغو ټکو ته نه پام لرنه ده  چې په خصوصي مالکیّت (خصوصي کیدا) د حکومتي ایجنسیانوبدلول  به  هغه مهال ښه او ګټه ور شي چې له دې مخکې  د هیواد اقتصاد یو تدبیرؤنکی  حکومت او د سیالۍ یو چاپیریال څخه  برخمن  شي. که داسې نه وي، نو د  حکومتي ایجنسیانو یا ادارو خصوصي کیدا به  د لا ستر بحران سبب شي.حکومت پخپل تدبیر سره د عایداتو د ترلاسه کولو او دحکومتي شرکتونو له مالی پيټي څخه  د خلاصیدا لپاره د پلانونې  او  هدف ټاکنې  په ځاي ، خپل ټارګټ د شرکتونو کارندوالی نوره هم ښه کړي . یوه داسې پيښه چې په ایران :ې د خصوصي کیدا  په تیرې  تجروبې کې ډیره کمه توجه ورته شوې ده خصوصي کیدا د هغې  له اړتیاؤ پوره کیدا پرته ، نه یوازې د تولید د ودې سبب نه کیږي، بلکې  حتی اپوټه اغیرې هم درلودلی شي . د خصوصی کیدا د بهیر اصلاح کول  د داخلی تولید په چارې کې  د  خلکو د ګډون یو ترټولو مهم شرط حسابیږی او  د حکومتی لګښتونو د کمیدا او د ولسی ګډون د زیاتیدا  زمینه برابرولی شي. 

     د تهران  د پښتو خپرونې خوږو مینه والو  ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو له  دې مخکې  له تاسو اجازت وغواړو باید زمونږ ا نټرنیټي پاڼې ایډریس هم درسره نوټ کړئ، PARSTODAY.COM/PS   هم درسره نوټ کړئ او خپلو نورو ملګرو سره ئې هم شریک کړئ.نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو...........

  (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه