د رڼا سرچینې (۱۰۵) منافقان له عدالت څخه تښتېدونکي
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۰۵) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې، د نور سورت د ۴۷ څخه تر ۵۰م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.
"حکم بن ابي العاص" د رسول الله (ص) ګاونډی وو، او رسول الله مبارک سر سخت ځوراوه. هغه له هغو کسانو څخه وو چې د لمانځه پر مهال به يې د حضرت رسول (ص) پر سر د پسونو لري اچول. د هغه دښمني تر دې حده وه چې د رسول اکرم (ص) د وژلو په دسیسه کې یې برخه اخیستې وه او د هغه حضرت د کور له محاصره کوونکو څخه هم وو. "حکم" په هغه کال کې چې مکه د مسلمانانو له خوا فتحه شوه، په ظاهره مسلمان شو، خو بیا هم د رسول اکرم ځورولو ته یې دوام ورکولو او په مختلفو طریقو یې هغه حضرت په عذابولو.
د هغه له بدو کارونو څخه یو دا وو چې د جاسوسۍ په موخه، د محرمانه ناستو د جوړېدو پر مهال به، په یوه کونج کې پټېدو او هغه فیصلې به چې رسول الله مبارک له خپلو اصحابو او یارانو سره یوځای، د منافقینو او مشرکانو په اړه کولې، د خلکو په منځ کې خپرولې او د اسلام دښمنانو ته به بې رسولې.
کله کله به يې د منافقينو په مجلسونو کې د هغه حضرت خبرې په مسخره او ټوکو ټکالو سره تکرارولې، چې په دې توګه به یې حاضرين خندول. کله کله به یې د منافقانو له یوې ډلې سره، د رسول الله (ص) شاته حرکت کاوه او د هغه حضرت د تګ تقلید به یې کولو او د خپلو اوږو او په مسخره ډول د خپلو لاسونو په حرکت سره به یې منافقان خندول.
رسول اکرم (ص) د حَکم بن ابي العاص له خبرو او چلند څخه خبر وو، خو د لویوالي له امله یې له پامه غورځولو او بښنه یې ورته کوله، تر څو هغه له خپلو ناوړه کړنو څخه ډډه وکړي او پښېمانه شي او په دې توګه توبه وکړي. خو برعكس، "حَكم" هره ورځ خپله سپین سترګي زياتوله او په ډېر جرئت سره به یې خپل ناوړه کار ته دوام وركولو، تر دې چې د حضرت د صبر كاسه پاى ته ورسېده او پرېكړه يې وكړه، چې د ده پر وړاندې غبرګون وښيي او ورسره چلند وكړي.
له همدې امله، یوه ورځ چې له خپله کوره وتلو، حَکم بن ابي العاص د معمول په څېر د رسول الله مبارک تر شا روان شو او د سر او لاسونو په حرکت سره یې ټوکې کولې، ناڅاپه رسول اکرم شاته مخ وګرځاوه او د حكم په مخ كې ودرېد او په تېز او سخت غږ سره يې وفرمایل: اې حَكمه! هیله لرم چې تاسو تل همداسې پاتې شئ"! د دې جملې په اورېدو سره د حَکم بن ابي العاص پر روح او اعصابو دومره سخت ټکان راغی، چې د بدن ټولې برخې يې لړزېدلې او د بدن د پرلپسې ټکانونو سربېره، ټول عمر کوږ او ناسم پاتې شو. خو په هرصورت، هغه ادب نشو او خپلو ملنډو ته یې دوام ورکړ. له همدې امله، مسلمانانو تل د حکم اسلام راوړلو ته د شک په سترګه کتلو او هغه یې رښتینی مسلمان نه ګڼلو.
سړی په داسې حال کې چې په قهر وو له خپله ځایه پورته شو او د علي د کور په لور روان شو. په لاره کې د معاملې د لغوه کولو فکر یې کولو او له ځان سره یې ویل، ترڅو چې ډېر ناوخته شوی نه وي، هغه ځمکه چې ما له علي (ع) څخه اخیستې ده، بیرته هغه ته ورکوم او خپلې پیسې ترې اخلم. څو شېبې وروسته د علي خواته ورسېد او له کومې سریزې پرته يې وويل: اې علي! هغه ځمکه چې تاسو پرما پلورلي، زه نه غواړم! دا ناسمه ده او ډېرې ډبرې پکې لیدل کېږي او ... دا غوره ده چې بیرته یې واخلې او معامله فسخ کړو". علي په حيرانۍ سره ورته وکتل.
هغه په دې باور وو چې معامله سمه ده او د معاملې د لغوه کولو لپاره هېڅ دلیل شتون نه لري. پېرودونکي د ټولو شرطونو په پوره خبرتیا سره، هغه اخیستې ده، مګر دا چې بل تړون وشي او معامله د اړخونو په رضایت سره پای ته ورسېږي.
دواړو څو څو ځله خبرې وکړې او سړي د معاملې پر لغوه کولو ټینګار کاوه. علي وړانديز وکړ چې د رسول الله (ص) خواته د اختلاف د حل لپاره ولاړ شي او د هغه حکم ومني. سړي دغه حکم ومانه او رضایت یې ورکړ. د دې معاملې او له هغې وروسته د اختلافونو خبر په ښار کې خپور شو او د ټولو غوږونو ته ورسېد. دې پېښې د مسلمانانو یوه ډله مایوسه کړه. ځکه چې دوی د دوو مهاجرینو تر منځ اختلاف د مصلحت په سترګه نه کتلو، په ځانګړې توګه دا چې منافقانو له دې اختلافونو څخه مسلمانان د یو بل په اړه بدبینه کول.
حَکم بن ابي العاص د دوو نامتو مهاجرینو تر منځ اختلاف، د خپلو شومو موخو د لاسته راوړلو لپاره تر ټولو ښه فرصت وګڼلو او یو پلان یې جوړ کړ. هغه د یوه سړي کور ته ورغی او له سلام او نورو خبرو وروسته یې له علي (ع) سره د خپل اختلاف موضوع مطرح کړه او ویې ویل: ما اورېدلي چې د دې اختلاف د هواري لپاره غواړې چې د محمد (ص) خواته ولاړ شې او د هغه قضاوت ومنې؟ سړي ومنله.
حَکم وخندل او ویې ویل: ته پخپله ښه پوهېږې چې محمد د علي د تره زوی دی او د دې قضاوت پایله له مخکې معلومه ده؛ ځکه محمد؛ خپل د تره زوی نه پرېږدي چې ستاسو پلوي وکړي. که د هغه خواته ولاړ شې، نو د خپل ځان په خلاف مو ګام پورته کړی او له یوه ټاکلي حق څخه دې ځان بې برخې کړی. سړی غلی پاتې شو او په داسې حال کې چې په زړه کې یې شک وو، په فکر کې ډوب شو.
په دې وخت کې د نور د سورت له ۴۷ څخه تر ۵۰ آیتونه نازل شول او د حَکم په څېر منافقان چې په ظاهره یې د ایمان او اطاعت دعوه کوله خو په خپل کفر کې پاتې وو سخت وغندل. خدای دوی د ناروغ زړونو په توګه معرفي کړل، چې ظالمان دي او خدای او د هغه رسول یې له ظلم څخه پاک وګڼلو. ظلم د جهل، ضرورت او خود غرضۍ پایله ده او د خدای د رسول سپېڅلی مقام له دې نسبتونو څخه پاک دی. له دې سربېره، د رسول الله قضاوت، تر ټولو بشپړ او عادلانه قضاوت دی، خو هغه خود غرض انسان چې د عدالت احکام نه خوښوي او له عدل څخه تښتي، د هغه چا قضاوت ته غاړه کېږدي چې د هغه حرص، طمع او شهوت پوره کړي.
په دې آيتونو کې خداى تعالی فرمايي:
« وَ یَقُولُونَ آمَنّا بِاللّهِ وَ بِالرَّسُولِ وَ أَطَعْنا ثُمَّ یَتَوَلّى فَرِیقٌ مِنْهُمْ مِنْ بَعْدِ ذلِکَ وَ ما أُولئِکَ بِالْمُؤْمِنِینَ / وَ إِذا دُعُوا إِلَى اللّهِ وَ رَسُولِهِ لِیَحْکُمَ بَیْنَهُمْ إِذا فَرِیقٌ مِنْهُمْ مُعْرِضُونَ / وَ إِنْ یَکُنْ لَهُمُ الْحَقُّ یَأْتُوا إِلَیْهِ مُذْعِنِینَ /أَ فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ أَمِ ارْتابُوا أَمْ یَخافُونَ أَنْ یَحِیفَ اللّهُ عَلَیْهِمْ وَ رَسُولُهُ بَلْ أُولئِکَ هُمُ الظّالِمُونَ:
او (منافقان د مؤمنانو په څېر) وايي چې موږ پر خدای او رسول ایمان راوړو او د دوی اطاعت کوو، مګر د دې ټولو وعدو سره، بیا یوه ډله (د عمل په وخت کې، له حق څخه) ګرځي او دوی بیخي ایمان نه لري او هرکله چې دوی د خدای او رسول په لور راوغوښتل شي ترڅو (د خدای په حکم سره رسول) د دوی په منځ کې فیصله وکړي، د دوی یوه ډله (له دې بلنې څخه) مخ اړوي / مګر که ( فیصله د دوی په ګټه وي) او حق ولري په ډېرې تسلیمۍ سره د دوی په لور راځي/ آیا د دوی په زړونو کې (ناپوهي او نفاق) دی یا شک او ګمان لري یا ویره لري چې خدای او رسول به( د قضاوت په مقام کې) پر دوی باندې ظلم وکړي؟ (خدای به ظلم ونه کړي) بلکې دوی پخپله ظالم او تیریګر دي.
ژباړه: زماني