د مسعود پزشکیان د تنفیذ مراسم 
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150740-د_مسعود_پزشکیان_د_تنفیذ_مراسم
د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر په حضور کې د حکم او تنفیذ مراسمو وروسته د دغه هېواد د څوارلسمې دورې د ولسمشر په توګه ډاکټر مسعود پزشکیان رسمي چارې پیل شوې
(last modified 2024-07-28T09:12:34+00:00 )
Jul 28, 2024 13:10 Asia/Kabul
  • د مسعود پزشکیان د تنفیذ مراسم 

د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر په حضور کې د حکم او تنفیذ مراسمو وروسته د دغه هېواد د څوارلسمې دورې د ولسمشر په توګه ډاکټر مسعود پزشکیان رسمي چارې پیل شوې

په دغه مراسمو کې چې د تهران په امام خمیني زیارت کې جوړ شوي وو، څه د پاسه دوه نیم زره دولتي او نظامي مسؤلینو، د اصنافو استازو، د شهیدانو د یو شمېر کورنیو غړو او په ایران کې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو ګډون کړی وو.

مسعود پزشکیان د جمهوري ریاست د حکم له ترلاسه کولو وروسته وویل: زموږ لید د یوه پرمختللي هېواد لپاره دی چې د اخلاقي اصولو، د وقار د ساتلو، پرمختللې پوهې او پر بشري منابعو تکیه ولري.

د ایران د څوارلسم دولت رئیس یو ځل بیا د اسلامی انقلاب له معظم رهبر او د ایران له خلکو سره ژمنه وکړه چې د خلکو د خدمت په لاره کې به په عدالت سره چلند کوي.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه هېواد کې په ښه توګه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته اشاره وکړه او په دې برخه کې د خلکو ګډون او حرکت د اوسنیو پایلو لامل وبللې.

ایت الله خامنه یي د ایران د منتختب ولسمشر او د هغه څرګندونې له اسلامي ډیموکراسۍ سره ټینګې، ژورې، رښتیني او په تعهد ولاړې وبللې او له څوارلسم دولت څخه یې وغوښتل چې د ولس له ظرفیتونو څخه د خلکو د خدمت لپاره ګټه واخلي.

د ایران د انقلاب معظم رهبر د مشکلاتو د حل لپاره د هېواد د ارګانونو ترمنځ د تعامل اهمیت ته په اشارې سره وویل: لومړیتوبونو ته باید درک شي او نن سبا لومړیتوب اقتصادي مسایل دي.

ایت الله خامنه اي زیاته کړه: د بهرنیو مسلو په موخه باید هیڅ ډول داخلي مسایل ونه ځنډول شي او په عین حال کې له هغو هېوادونو سره چې په سختو حالاتو کې یې له ایران سره مرسته کړې، باید ټینګې اړیکې وپالل شي.

د ایران د اسلامي انقلاب رهبر د خبرو په دوام کې نړیوالو تحولاتو، د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو او د امریکې په کانګرس کې د دغه رژیم د لومړی وزیر وروستۍ وینا ته په اشارې سره وویل: د امریکا د کانګرې لپاره لوی شرم وو چې د جنایتکار نتانیاهو وینا ته ناست وو.

په پای کې د ایران معظم رهبر د ایران د څوارلسمې دورې د دولت رئیس او منتخب ولسمشر ته د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو او د خلکو په خدمت کې د بریالیتوب هیله وکړه.

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې مسعود بزشیکیان له سعید جلیلي سره سیالي وکړه او د اکثریت رایو په ګټلو سره د ایران د څوارلسم دولت د رئیس په توګه وټاکل شو.