پاکستان: ډیپلوماسي د سولې یوازینۍ عملي لار ده
Sep 19, 2026 15:19 Asia/Kabul
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ډار د انرژۍ د رسولو د بهیر پرلهپسې دوام او د بېړیو د خوندي او چټک تګ راتګ، په ځانګړي ډول د مخ پر ودې هېوادونو او نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو پر اهمیت ټینګار کړی.
نوموړي ویلي، خبرې اترې او ډیپلوماسي لا هم په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ عملي لار ده.
دواړو لورو هوکړه کړې چې خپلې نږدې همکارۍ به دوام ورکړي او په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې به بیا سره وګوري.
ټیګونه