پزشکیان: لویدیځوال باید د صهیونیسټانو له ملاتړه لاس واخلي
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر وایي، د صهیونیسټ رژیم جنایت ته د مناسب ځواب ورکولو حق د ایران سره محفوظ دی او زیاته کړې: که لویدیځوال په سیمه کې د نا امنۍ د مخنیوي په لټه کې دي، نو باید د صهیونیسټانو له ملاتړ څخه په سمدستي توګه لاس واخلي.
د صد او سیما د خبر له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ د فرانسې د ولسمشر مانوئل مکرون د تلیفوني اړیکې په ځواب کې وویل: ایران تل په سیمه او نړۍ کې د سولې، ثبات او امنیت په رامنځته کولو، تاوتریخوالي، نا امنۍ او جنګ په مخنیوي کې مرکزي رول لوبولی دی.
د ایران ولسمشر زیاته کړه: صهیونیسټ رژیم د غزې د بې دفاع خلکو په خلاف په خپلو ترهګریزو اقداماتو سره په سیمه کې د اور د پیلولو هڅه کوي او له بده مرغه امریکا او لویدیځ هېوادونه یې د غندلو پرځای په جنایتونو، نسل وژنې او ترورونو کې د دغه رژیم ملاتړ کوي.
هغه وویل: ایران د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته د مناسب ځواب ورکولو حق لري، دغه راز یې په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت باندې د صهیونیسټ رژیم له حملې وروسته د امریکې او لویدیځو هېوادونو په غیر فعالانه چلند هم نیوکه وکړه.
د ایران ولسمشر وویل: امریکا او لویدیځ هېوادونه متضاد چلند لري او دواړه د داسې رژیم ملاتړ کوي چې هیڅ نړیوال قوانین او مقررات نه مراعات کوي.
د ایران ولسمشر څرګنده کړه: تر څو چې صهیونیسټ رژیم د امریکې او لویدیځو هېوادونو په سیاسي، مالي، وسلو او رسنیزو ملاتړونو سره نسل وژنه، جنایت او ترهګریزې کړنې کوي، په سیمه او نړۍ کې به ثبات، امنیت او سوله ونه لیدل شي.
پزشکیان وویل: که امریکا او لویدیځ هېوادونه په رښتیا سره غواړي په سیمه کې د جنګ او نا امنۍ مخه ونیسي نو د دغه ادعا د ثابتولو لپاره باید سمدستي د صهیونیسټ رژیم د وسلو خرڅولو او ملاتړ بند کړي.
د نوموړي په وینا امریکا او لویدیځ دې دغه رژیم دې ته مجبور کړي چې په غزه کې د نسل وژنې او حملو څخه ډډه وکړي او اوربند ته غاړه کیږدي.
د ایران ولسمشر واضحه کړه چې ایران له جګړې ډډه کول، د نړۍ د سولې او امنیت ټینګښت د خپلو اساسي اصولو څخه ګڼي، خو د نړیوالو تړونونو او قوانینو په چوکاټ کې به د خپلو ګټو او امنیت د نقض په وړاندې چوپه خوله پاتې نشي