پاکستان د اسرائیلو د تیلي بایکاټ غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151142-پاکستان_د_اسرائیلو_د_تیلي_بایکاټ_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو لخوا د صهیونیسټ رژيم د تیلي او د تجارتي بایکاټ غوښتنه وکړه.
(last modified 2024-08-08T05:18:29+00:00 )
Aug 08, 2024 09:31 Asia/Kabul
  • پاکستان د اسرائیلو د تیلي بایکاټ غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو لخوا د صهیونیسټ رژيم د تیلي او د تجارتي بایکاټ غوښتنه وکړه.

هغه د سعودي عربستان په جدي ښار کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې په ځانګړي غونډې کښې چې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیه له ټرور وروسته وشوه د بشري جنایتونو د ترسره کولو په دلیل د اسرائیلو له نیواکګر رژیم څخه د انتقام د اخیستلو لپاره د ایران او د فلسطین د حق په محفوظ بللو سره وویل باید د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو د جنګ غواړو پلانونو په هکله ځير ووسو ځکه چې د اسرائیلو سرزوري مشران د خپل سیاسي ژوند د دوام لپاره په سیمه کښې د جنګ د پراخولو کوشش کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د غزې په بې دفاع خلکو د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د تیریو  او د بمباریو دوام نسل کشۍ ته ورته دی وویل اسرائیل له دې سره په یووخت له قحطۍ او لوږې د فلسطینیانو پرضد د یوې وسلې په توګه استفاده کوي.