پزشکیان په نړیواله حوزه کې د ایران د مصلحت ، حکمت او عزت د اصل په رعایتولو ټینګار وکړ
(last modified Sat, 17 Aug 2024 10:59:46 GMT )
Aug 17, 2024 15:29 Asia/Kabul
  • پزشکیان په نړیواله حوزه کې د ایران د مصلحت ، حکمت او عزت د اصل په رعایتولو ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عزت، حکمت او مصلحت له اصولو سره سم د نړیوالو اړیکو ټینګول او تنظیمول د ایران د څوارلسم حکومت له ماموریتونو وبلل.

د ایرنا د راپور له مخې مسعودپزشکیان  د وړاندیز شوې کابینې د دفاع لپاره د ایران د اسلامی شورا په غونډه کښې ګډون وکړ.

نوموړي د څوارلسم حکومت د عمومي پلان په بيانولو کې له نړيوالو او کورنيو تجربو زده کړه او د پلان پر بنسټ حساب ورکول د حکومتولۍ د نظام د ښه والي لپاره د نرم او سخت ځواک په ګډون د ملي هوښيار ځواک د برخو پياوړتيا او پياوړي کول يوه اړتيا وبلله.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پزشکیان  د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې وویل امریکا د ټولو ګواښونو په سر کښې ده او وحدت یې د ټولو ګواښونو د له مینځه وړلو اساس وباله.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د لویدیځې اسیا د سیمې د فرصتونو په اړه وویل: مونږ له ۱۵ هیوادونو سره ګډه پوله لرو او له بلې خوا د نړۍ د ۲۵ هیوادونو د ارتباطاتو په مرکز کښې موقعیت لرو زموږ په سیمه کې کابو ۷۴۴ میلیونه نفوس  شتون لري چی کولی شو له هغوسره د تجارت او بازار د شتون لپاره پروګرام ولرلې شو .

 

ټیګونه