د فلسطیني مبارزانو له خوا ۱۲ صهیونیسټي پوځیان هلاک او ټپیان شوي دي
د سحاب شبکې د راپور له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې شهید عزالدین القسام کنډک ټینګار کړی چې د دغه مقاومتي ډلې مبارزانو د غزې تړانګې په شمال او د جبالیا کمپ په « القصاصیم » سیمه کې یو کور چې د صهیونیسټي اشغالګرو 12 عسکر پټ وو، له آر پي جي راکټونو سره په نښه کړی چې له امله یې هغوی مړه او یا ټپيان شوي دي.
د القسام لوا د ځواکونو په حمله کې درې صهیونیسټي پوځیان چې د «مرکاوا» ټانک په لور د تېښتې په حال کې وو نومړی ټانک هم په یوه بم سره له منځه یوړل شو.
د حماس د پوځي څانګې ځواکونو په ګډو عملیاتو کې همدارنګه د «الیاسین ۱۰۵» راکټ په وسیله د قدس د نیواکګر پوځ یوه پرسونل بار وړونکی موټر په نښه او له منځه یوړ.
د شهید عزالدین القسام کنډکونو د چهارشنبې په ورځ په جبالیا کمپ کې د صهیونیسټي رژيم درې بلډوزرونه د دوو «تاندوم» توغندیو او یو بلدوزر په یوه الیاسین ۱۰۵ زغره ضد راکټ سره ویجاړ کړل.
د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷ نېټې راهیسي د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم په غزې تړانګه کې وحشتناکه جګړه او ویجاړي پیل کړې ده چې د دې اقدام له امله تراوسه تر ۴۳ زره زیات فلسطینیان شهیدان او تر سل زره زیات نور هم ژوبل شوي دي.