په جرمني کې د ایران د قونسلګریو د تړل کېدو په اړه د عراقچي غبرګون
(last modified Sat, 02 Nov 2024 00:47:56 GMT )
Nov 02, 2024 05:17 Asia/Kabul
  • په جرمني کې د ایران د قونسلګریو د تړل کېدو په اړه د عراقچي غبرګون

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د ایران د قونسلګریو د تړلو په اړه د آلمان د حکومت پریکړه یې په هغه هېواد کې د مېشتو ایرانیانو پر وړاندې یو تحریمي عمل وباله.

د سحاب شبکې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې آلنا بائر بوک د دې غیر منطقي پرېکړې په غبرګون کې، د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپل اکونټ کې لیکلي چې: د جرمني دولت د یوه ترهګر په ملاتړ کې چې ۱۴ کسان یې په شهادت ورسول او له ۲۰۰ څخه زیات کسان یې ټپیان کړل، پر لسګونه زره ایرانیانو چې د جرمني تابعیت لري بندیز لګوي.

د ایران د ډیپلوماتیکو خدمتونو مشر زیاته کړه: زه په جرمني کې ایراني هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې په برلین کې د ایران د سفارت او څېرمه نورو ډیپلوماتیکو ماموریتونو د قونسلګرۍ برخې په پیاوړتیا سره به، د دغه ناسم حالت د جبرانولو لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوو.

ایران په مونیخ، فرانکفورت او هامبورګ کې قونسلګرۍ لري او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، په برلین کې د ایران سفارت به خپل کار ته دوام ورکړي.

د ایران اسلامي جمهوریت، د نړیوالو قوانینو او اصولو په بې احترامۍ کې د جرمني د حکومت چلند غندي او د اتباعو د ملاتړ د پلمې په ګډون، له ترهګرۍ او د بې ګناه خلکو د وژلو هر ډول ملاتړ غندي.

ټیګونه