غزې کښې د اسرائیلو د پوځ دوه جګړانان هلاک شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د نیواکګر ظالم رژیم حملې دوام لري او په مرکزي غزې کښې د جنګ په وخت د اسرائیلو د پوځ دوه جګړانان میجر یوټم یتزاک پیلیډ او میجر موردچائی یوسف بن شوم هلاک شول.
د اسرائیلو رسنیو وویل چې د دغه رژیم جنګي الوتکې په غزې کښې په نذیرات کیمپ کښې په هستوګنه ودانۍ باندې برید کړی دی.
پرون هم په غزې تړانګه باندې د صهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو په بریدونو کښې له دیرشو زیات فلسطینان شهیدان شوي وو.
د اسرائیلو پوځ پرون هم د لبنان په جنوب باندې هوايي برید وکړ او د حزب الله غورځنګ د یوه قومندان د شهیدولو ادعا یې کړي ده.
بل خبر دا چې د لبنان حزب الله غورځنګ د اسرائیلو په شمال باندې په لسګونو توغندي ورویشتل او په ځینو سیمو کښې اورونه هم لګیدلي دي او د ځینو اسرائیلي عسکرو د ژوبلیدا خبرونه هم ورکړل شوي دي.
بل خبر دا چې وړمه ورځ په قطر کښې په غزې کښې د اوربند په هکله امریکا نوي وړاندیزونه وکړل.
دغه راز حماس غورځنګ ویل مونږ له خبرو اترو یا تړون سره نه بلکې د امریکا له حکم سره مخامخ یوو.
حماس غورځنګ زیاته کړه د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي مونږ موافقې ته نږدې شوي یوو خو دا یو(۱) وهم دی.