اسرائیل د ایران له حملې سره د مقابلې توان نلري
(last modified Mon, 19 Aug 2024 08:00:53 GMT )
Aug 19, 2024 12:30 Asia/Kabul
  • اسرائیل د ایران له حملې سره د مقابلې توان نلري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ جنرال «دن رونن» وویل اسرائیل د ایران او د هغه د متحدانو د احتمالي توغندوي حملو په مقابل کښې د مقاومت کولو توان نلري.

هغه بیګا د تل اویو لپاره د خطرې د ټلۍ په کړنګولو سره وویل اسرائیل په څو جبهو کښې د بشپړه جنګ او د ایران ، د لبنان د حزب الله او د یمن د انصار الله غورځنګ له توغندوي حملو سره د مقابلې لپاره چمتووالی نلري.

په تهران کښې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیه ټرور ته د ایران له ختمي ځواب او د لبنان د حزب الله غورځنګ د لوړرتبه قومندان شهید فواد شکر ټرو ته د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله له غبرګون څخه د صهیونیسټ رژيم رواني ګډوډۍ او اضطراب د صهیونیسټانو چې څه د پاسه لس میاشتې کیږي په جنګ کښې ښکیل دي د اسرائلیانو روحي او رواني مشکلات زیات کړي دي.

د صهیونیسټ رژيم رسنیو اعتراف کړی دی چې د اسماعیل هنیه له ټرور وروسته صهیونیسټان په سخته ویره او ډار کښې دي او هغوې هره شیبې د ایران لخوا د حملې کولو په تمه دي.