تهران د صیهونیسټ رژیم په وړاندې له مقاومته د ملاتړ په دوام ټینګار وکړ
(last modified Sat, 24 Aug 2024 01:08:43 GMT )
Aug 24, 2024 05:38 Asia/Kabul
  • تهران د صیهونیسټ رژیم په وړاندې له مقاومته د ملاتړ په دوام ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل لبناني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په نوي حکومت کښې د صهیونیسټ رژیم د تیریو په مقابل کې د لبنان له حکومت او خلکو د ملاتړ په دوام ټینګار وکړ.

د ایرنا په ویناد لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بوحبیب د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د سید عباس عراقچی د ټاکل کېدو له امله مبارکی وویله او په دغه دنده یې د عراقچی د بریالیتوب هیله وکړه.

عراقچي په دې خبرو کې د صهیونیسټي رژیم د تیریو په وړاندې د لبنان د حکومت او خلکو او د لبنان له مقاومت د ملاتړ په دوام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي حکومت په دریځ باندې د ټینګار په ترڅ کښې هیله څرګنده کړه چې د اړیکو او ملګرتیاو د پراختیا او پیاوړتیا بهیر دوام ومومي.

عراقچي او بوحبيب د دواړو هېوادونو د علاقې وړ په بېلابېلو برخو کې د ګډو مشورو د دوام لپاره پر خپل چمتووالي ټينګار وکړ.

سید عباس عراقچي  مخکي همدا راز  پخپلې لومړنۍ خصوصي مرکې  کې  وويل، د ایران  خارجه وزارت به د ایران داقتصادی بندیزونو دختمولو  او په نړیوالې ټولنې کې  عادی تجارتي اړیکو ته د بیرته ستنیدا  په لړ کې د ټاکونکي ګام په توګه،له واشنګټن سره د تاؤتریخوالو په  مدیریّت او  له اروپائي هیوادونو سره داړیکو په بیا رغونې پسې وي، خو   د ۲۰۱۵کال د جامعې ایټمي موافقې د احیاء  او د ایران په ضد دبندیزونو دختمولو لپاره د دوی دغلیمانه کړچار د لیری کیدا او دهڅې په شرط سره.

 

ټیګونه