د ایران د خاش ولسوالۍ د پولیسو د ادارې مشر ترور شو
Aug 24, 2024 05:44 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان د پولیسو د اطلاع رسونې د مرکز د خبر له مخې تورن حسین علی پیری مجاهد چې د خاش ښار د سولې او امنیت لپاره یې هلې ځلې کولې، شهید شو.
د دغه رپوټ له مخې زوړ شهید پیري چې د خاش په ښار کښې د امنیت له ګډوډونکو په تېره بیا له وسله والو غلو سره مبارزه کوله د وسله والو شرغواړو له خوا شهید شو.
د سیستان او بلوچستان د پولیسو د اطلاعاتو د مرکز د معلوماتو له مخې، د دغه جنایت د عاملانو د پیژندلو لپاره قانونی اقدامات پیل شوی او هغوی ته به ډیر ژر د خپلو اعمالو سزا ورکړل شی.
دغه شهید د زابل د ښار اوسېدونکی دی او درې اولادونه لري.