د لبنان د حزب الله مشر د مقاومت جنګیالیو ته پیغام ورکړ
(last modified Mon, 26 Aug 2024 00:16:05 GMT )
Aug 26, 2024 04:46 Asia/Kabul
  • د لبنان د حزب الله مشر د مقاومت جنګیالیو ته پیغام ورکړ

ایرنا خبري اژانس نن سهار راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله د پرون سهار له پوځي عملیاتو وروسته چې یوم اربعین ونومول شول د اسلامي مقاومت مجاهدانو ته یو پیغام ورکړ.

د حسن نصر الله په پیغام کښې ویل شوي دي د خدای سلام او درد دې وي په تاسو مجاهدانو ، زه د تاسو د هر غړي ټنډه ښکلوم او خدای پاک دې د تاسو عملونه او جهاد به خپل درګاه کښې قبول کړي و السلام علیکم و رحمت اله و برکاته».

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله په خپلې پرونۍ وینا کښې د خپل غورځنګ د نامتو جهادي قومندان فواد شکر ټرور ته د ځواب د لومړۍ مرحلې د جزیاتو په بیانولو سره وویل په دغو پوځي عملیاتو کښې مو د دښمن د هوايي دفاعي سیسټمونو ته په دوکې ورکولو سره د ټرور عملیاتو ته اړونده استخباراتي اډې په بریالیتوب سره په توغندیو وویشتلې.

د حزب الله مشر په دغه وینا کښې پرون په اسرائیلو نیواکګر رژیم باندې د سلګونو توغندیو د ویشتل کیدا په هکله خبرې وکړې.

حسن نصر الله زیاته کړه زمونږ د پرون ورځې پوځي عملیات په ټولو سختو شرایطو سره سره په دقت سره وشول ځکه چې مونږ فیصله وکړه اسرائیلو ته ځواب ورکړو او له ټولو خارجي او داخلي رعبونو سره سره مو دغو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړ.

هغه وویل د امریکا، د اسرائیلو او د لویدیځو هیوادونو ټول ځمکني ، سمندري او فضايي امکانات تیار وو خو ونه توانیدل چې زمونږ د حملې مخه ونیسي.

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل ومو ویل چې زمونږ د پرون ورځې پوځي عملیات لومړي او مقدماتي دي او که چیرې د دغو پوځي عملیاتو نتیجه زمونږی لپاره کافي ونه وسي نو وروسته فیصله کوو چې کوم  کار ترسره کړو.

هغه وویل د پرون ورځې پوځي عملیات ممکنه ده چې په خبرو کښې د فلسطیني او د عربي لورو لپاره ګټور ووسي او د دښمن او د امریکا لپاره د دغو پوځي عملیاتو پیغام روښانه دی.

 

ټیګونه