امریکا د ټیلیګرام پاڼې د عامل مدیر د نیول کیدا عامله ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ولسي جرګې دوما مشر« ویاچسلاو ولودین» امریکا د ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼې د عامل مدیر پاول ډوروف د نیول کیدا عامله وبلله او ویې ویل د واشنګټن حکومت کوشش کوي له دې لارې په دغه اینټرنیټ پاڼې سلطه ومومي.
د روسیې د ولسي جرګې دوما مشر ویاچسلاو ولودین وویل د امریکا حکومت د فرانسې په وسیله د ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼې عامل مدیر پاول ډوروف نیولی دی.
ډیرې شناندې وايي چې ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼه په اوکراین کښې د جنګ له پیلیدا راهسې په ارتباطاتو کښې مهم رول لوبوي.
د فرانسې لوی څارنوال پرون وویل د ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼې عامل مدیر پاول ډوروف یې د ماشومانو د برمنډو عکسونو، د نشه ئیزو موادو د قاچاق او د غلا په شمول د جرمونو په دلیل نیولی دی.
د روسیې د ولسي جرګې مشر ویاچسلاو ولودین وویل ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼه یو محدود او په عین حال کښې د اینټرنیټ ټر ټولو ستر پلیټ فارم دی چې امریکا ورباندې هیڅ نفوذ نلري او د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې په ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼې باندې د کنټرول ترلاسه کول د ولسمشر جوبایډن لپاره مهم دي.
امریکا د ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼې د عامل مدیر د نیول کیدا په هکله څه نه دي ویلي خو د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون ویلي دي چې د روسیې د دغه شخصیت نیول هیڅ کله یوه سیاسي فیصله نه ده.
ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼه چې په دوبۍ کښې مرکز لري په ټوله دنیا کښې کابو یو(۱) میلیارډ کارونکي لري په تیره بیا روسیې ، اوکراین او په تیره بیا له پخواني شوروي څخه په خپلواکه شویو هیوادونو کښې زیات کارونکي لري.