د نوي حکومت له غړیو سره د اسلامي انقلاب د مشر ځینو سپارښتنو ته کتنه :
(last modified Thu, 29 Aug 2024 05:51:12 GMT )
Aug 29, 2024 10:21 Asia/Kabul
  • د نوي حکومت له غړیو سره د اسلامي انقلاب د مشر ځینو سپارښتنو ته کتنه :

پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود امام خامنه اي له نوي ولسمشر او څوارلسم حکومت سره په لومړۍ کتنه کښې د پارلمان په ارزښتمنې مرستې او د ولسمشر په زیار سره د حکومت په چټک ډول

د جوړیدا په مناسبت شکر ایستلو سره د انفلاسیون او د ګرانۍ په شمول د سمدستي لومړیتوبونو د رعایتولو ، په مجازي فضا یعني اینټرنیټ کښې د قانونمندې د واکمنولو د ضرورت او د اقتصادي مشکلاتو د حل د کلید په توګه تولید ته د پام د کولو په شان مهم ټکي بیان کړل.

حضرت ایت الله خامنه اي د ایران د خلکو د اربعین د پرتمینه حرکت په قدرونې او ستاینې سره د حکومت د اونۍ په مناسبت مبارکي ورکړه او د شهید رجايي ، د شهید باهنر او دغه راز د شهید ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو په درنښت کولو سره هیله وکړه د څوارلسم حکومت د خدمت په ټولو اوږدو کلونو کښې د حکومت اونۍ د هیلې ، د زیري او له خوشحالۍ د ‌ډکو راپورونو اونۍ ووسي.

هغه د حکومت پر خپل وخت جوړیدل د پرودریګار مهربانۍ او ستر نعمت وباله او له هغو ټولو کسانو چې د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي او له ورسره ملګرو د شهادت له ترخې پیښې وروسته یې د هیواد په اداره کولو او په امنه او سالم ډول د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کولو کښې مرسته وکړه د پخواني حکومت د چارواکو، د ملي رسنۍ او د نورو ادارو مننه وکړه.

حضرت ایت الله خامنه اي د ایران  نوي  حکومت ته د خطاب په لومړي ټکي کښې خلکو ته د خدمت کولو فرصت او د هیواد د پرمختګ لپاره هڅه ستر الهي نعمت وباله او زیاته یې کړه دی د خدای پاک ج او د خلکو د دغه امانت په قدر پوه شئ او پوه شئ چې د خدمت کولو څلور کلن فرصت د باد او د بریښنا په شان تیریږي البته په همدې موده کښې هم ستر کارونه ترسره کولای شئ. هماغه ډول چې امیر کبیر په دریو کلونو کښې ستر کارونه ترسره کړل او ګران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم په درې کاله خدمت کښې ځینې ښه کارونه ترسره کړل چې انشا الله هیواد ته بې ګټه ورسیږي.

هغه زیات او ارزښمن طبیعي فرصتونه ، جغرافیايي موقعیت، د نړۍ په شمال ، جنوب او لویدیځ او ختیځ څلور لاره کښې موقعیت او اوږده ساحلونه د ایران په مادي فرصتونو کښې وبلل او زیاته یې کړه د ایران د  خلکو مذهبي او سیاسي ایمان او انساني استعدادونه او په میلیونونو باسواده ځوانان داسې بې بدیله شتمنۍ ده که چیرې هغه وپيژندو او د هغو له فکر او ځواک څخه استفاده وکړو نو  د هیواد ډیر مشکلات حل کیږي.

حضرت ایت الله خامنه اي د ایران ملت د نابغه د جوړولو ظرفیت لرونکی وباله  او د خواجه نصیر الدین طوسي، د ابن سینا، ملاصدرا او د زکریا رازي په شان مشهورو شخصیتونو ته په اشارې سره یې وویل دغه شخصیتونه د ایران د ملت د فکري الوت ستر فرصت دی او همدا اوس هم کولای شو د هیواد له استعداد لرونکو ځوانانو څخه نابغه کسان جوړ کړو.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود سیاسي ظرفیتونه ، سټراټيژیکې ژورتیا او سیمه ئیز قدرت د ایران نور ظرفیتونه وبلل او زیاته یې کړه د تیرو پینځو څلویښتو کلونو مثبتې او منفي تجربې هم په هغو ارزښمنو ټکو کښې شامل دي چې باید پام ورته وکړو.

د نوی حکومت د چارواکو په انتخابولو کښې د ضروري ټکو بیانول هم په دغه کتنه کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د وینا نورې برخې وې.

هغه وویل ځوان ، مومن ، انقلابي ژمن او له انګیزې څخه ډک ځوانان انتخاب کړئ چې هغوې مشکلات حل کړي او له لاندې څخه د بیلابیلو برخو په مدیریتونو کښې د هغوې په روزلو سره سوکه سوکه د ایران د راتلونکي لپاره د انګیزه لرونکو او د مشهورو مدیرانو نسل رامینځته شي.

هغه حضرت په بله برخه کښې د کارپيژاندو موضوع ته د ولسمشر خبرو ته په اشارې سره ټینګار وکړ له کارپيژاندو څخه د استفادې په هکله رښتیوني اراده لرم ؛ ځکه چې دغه کار د هیواد د پرمخ بیولو او د خلکو د رضایت په ترلاسه کولو سربیره واکمنۍ له پوهې ډکوي او هغه له تفکرونو ډکوي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ایران مهمو ارتباطي ظرفیتونو ته په پام سره د شمال جنوب  او د ختیخ لویدیځ د لارو د بشپړیدا په زمینه کښې د حکومت پلانونه داسې لومړیتوبونه وبلل چې ترې نشو تیریدلای او زیاته یې کړه د خوراکي شیانو د امنیت مسله ، په غنمو کښې ځان بسنه ، په کرهڼې کښې د اوبه خور نوي رودې ، د تیلو د برخو پراختیا او د تیلو او د ګازو د رایستلو د نویو رودو د کارولو لپاره له امکاناتو هر ډول ممکنه استفاده او په نورو برخو کښې د بې شمیره او د ډول ډول محصولاتو تولیدول د ایران مخ ته نور مهم لومړیتوبونه دي.

د اینټرنیټ موضوع هم د ایران چارواکو ته په خطاب کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود اتم ټکی و هغه حضرت وویل نن سبا فضای مجازي یعني اینټرنیټ نور مجازي نه دی بلکې د خلکو په ژوند کښې مخ په پراختیا واقعیت دی؛ پر دې اساس په مجازي فضا یعني اینټرنیټ کښې باید قانونمنده واکمنۍ موجوده وي.

هغه حضرت د هیواد له مجازي فضا څخه خپل پخوانی تعبیر چې په خپل حال پریښودل شوی و د قانونمنې واکمنۍ د نشتوالي له کبله وباله او ویې ویل که چیرې په دې زمینه کښې قانوني خلا یعني تشه شته نو د ضرورت وړ قانون رامینځته کړئ او د هغه پراساس د کار چارې په لاس کښې واخلئ.

هماغه ډول چې په ټوله دنیا کښې په جدیت سره دغه کار کوي؛ او همدا اوس وینئ چې د فرانسې حکومت هغه سړی یعني د ټیلیګرام پاڼې عامل مدیر د خپلې واکمنۍ د خلاف ورزۍ  کولو په خاطر نیولی دی.

حضرت ایت الله خامنه اي ټینګار وکړ د واکمنۍ خلاف ورزۍ کول د منلو وړ نه ده. هیواد د تاسو په اختیار کښې دی او د هغه په وړاندې دنده او ماموریت لرئ او باید اجازه ورنکړئ څوک د تاسو د واکمنۍ خلاف ورزي وکړي.

هغه حضرت د اینټرنیټ په باره کښې د خپلو خبرو د بنسټ روښانه کولو او په عین حال کښې په غلط فهم او یا ناوړه اخیستون باندې د ځینو کسانو ټینګار ته په اشارې سره وویل که چیرې په ایران کښې فضای مجازي یعني اینټرنیټ قانونمن شي نو په فرصت بدلیږي خو له قانونمنې واکمنۍ پرته به په ګواښ بدل شي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د مجازي فضا په بحث کښې یوځل بیا د مصنوعي هوش یعني ارټیفیشل اینټلي جینس مهمې مسلې او په دنیا کښې د دغه ټیکنالوژۍ عجیب او حیرانونکي ګړندوالي ته پام وکړ او ویې ویل همدا اوس د ایران پوځي او غیر پوځي ارګانونه له هوش مصنوعي ټیکنالوژۍ څخه د ګټه د پورته کولو په حال کښې دي خو دغه استفاده باید مونږ ته دوکه رانکړي ځکه چې یوازې ګټه پورته کول امتیاز نه دی بلکې باید د مصنوعي هوش په ژورو او ډول ډول برخو باندې تسلط پیدا کړو.

هغه حضرت د مصنوعي هوش په ژورو برخو باندې له تسلط پیدا کولو شاته پاتې کیدل په دغه ټیکنالوژۍ باندې د تسلط لرونکو په لاس د اټومي انرژۍ په شان د یوې بلې انحصاري محدودې د رامینځته کیدا سبب وبلل او زیاته یې کړه د دنیا قدرت  غوښتونکي او فرصت غواړي هیوادونه په راتلونکي کښې د مصنوعي هوش یو اژانس جوړوي چې د مصنوعي هوش ځینو برخو او لایو ته به د نورو هیوادونو د ورننوتلو اجازه ورنکړي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په نهمې سپارښتنې کښې د هیواد د اقتصادي مشکلاتو حل په تولید، پیاوړتیا او د شیانو د عرضې په زیاتولو کښې وبلل او ویې ویل د تولید په پیاوړتیا او د تولید د مسلې په جدي ګڼلو سره د انفلاسیون ، د کار د رامینځته کولو او د ملي پیسو د ارزښت مشکلات هواریږي.

حضرت ایت الله خامنه اي په بلې سپارښتنې کښې د ایران د نفوسو له وخت څخه مخکې د زړیدا خطر ته په اشارې سره د هیواد له اړتیاو سره د متناسبو نرمښتونو او د خوځندوالي پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل د ایران د روغتیا وزارت په جدي ډول د نفوسو مسله تعقیب کړي او د روغتیا په ادارې باندې د څارنې په شمول په ضروري اقداماتو سره د نفوسو د زیاتیدا د خنډونو مخه ونیسي ځکه چې ایران ځوانو نفوسو ته ضرورت لري

 

 

ټیګونه