لویدیځ ته د روسیې خبرداری؛ له اور سره لوبې مه کوئ
پارس ټو ډی - د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې پر ضد د «شیډو سټارم» له توغندیو د کی یف د استفادې لپاره د لویدیځ اجازه له اور سره لوبه و بلله .
د روسیې حکومت د واشنګټن او د هغه د متحدینو د اور اچوونکو اقداماتو په نیوکې سره خبرداری ورکړ چې دریم نړیوال جنګ به یوازې په اروپا پورې محدود نه وي.
د پارس ټوډي په وینا، په دې وروستیو اونیو کې، برتانوي چارواکو د کییف لپاره د "د طوفان سیوري" توغندیو د کارولو لپاره د روسیې په خاورې د ژورو بریدونو لپاره د جواز ورکولو په اړه متضاد څرګندونې کړې.
د لوېدیځو رسنیو په وینا، برتانیا په عمدي توګه په دې څرګندونو سره ګډوډي رامینځته کوي ترڅو اوکراین ته د روسیې په خاورې د برید لپاره د دې توغندیو کارولو اجازه ورکولو یا نه ورکولو حقایق وساتي.
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار کړی چې کی یف ته د روسیې پر وړاندې د اوږد واټنه وسلو د کارولولپاره د لویدیځ اجازه ورکول له اور سره لوبه ده.
مسکو له دې مخکې هم لوېدیځو هېوادونو ته د اوکراین د وسلو ورکولو او د کړکېچ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
یو امریکایی ژورنالیست او د پولیټزر جایزې ګټونکي سیمور هیرش، په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې لیکلي: "ایا د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د دې هیواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نومانده کملاهریس به د د دې هیواد د ولسمشر ی په توګه له ټاکل کیدا وروسته له روسیې سره په جګړه کې د اوکرایین لپاره د جوبایډن ویجاړونکي ملاتړ ته ژمنه وی او دې کار ته به دوام ورکړي؟
هغه په دې خبرې سره چې د اوکراین د جګړې په اړه د بایډن سیاست تناقض لری ، وویل: واشنګټن له یوې خوا کیف ته مالي مرستې او وسلې ورکوي، له دې سره سره پوهیږي اوکراین به دغه جګړه ونه ګټي او له بلې خوا په هغو خبرو اترو کې له ګډون څخه ډډه کوی چی دا شخړه پای ته رسولی شي.
کلیدي ټکي : روسیه او اوکراین، د اوکراین جګړه، امریکا او روسیه، روسیه او ناټو، سرګي لاوروف