د فلسطین حماس په غزې کې د یوې اونۍ اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له وړاندیز سره موافقه وکړه
د ایرنا د خبر له مخې د حماس د غورځنګ ویاند جهاد طه له «العربی الجدید» ویب پاڼې سره په مرکه کښې وویل حماس له ټولو بشری موسسو او بنسټونو غواړی چې د غزې په تړانګه کښې د فلسطینیانو په وړاندې خپلې بشری وظیفې سرته ورسوی. او صهیونیسټي نیواکګران هم باید له اوربندسره موافقه وکړي.
"العربی الجدید" ویب پاڼې د مصری سرچینو په حواله هم خبر ورکړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې به په غزه کې د پولیو د واکسین د کمپاین د اجرا لپاره بشردوستانه اوربند پیل شی.
په همدې حال کې دفلسطین روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې اعلان وکړ چې غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې څلور قتل عام کړی چې په نتیجه کښې یې ۶۸ کسان شهیدان او ۷۷ نور ژوبل شوی دی .
د غزې تړانګې په خلاف له جګړې څه د پاسه ۱۱ میاشتې تیرې شوې دي، د دغې تړانګې په مختلفو سیمو کښې د نیواکګر رژیم د عسکرو او د مقاومت د جنګیالیو ترمینځ سختې نښتې روانې دي.
دغه جګړه چې صهیونیسټ رژیم د۲۲۰۳ میلادی کال داکتوبر دمیاشتې په اوه ویشتمه(۷) نیټه دحماس غورځنګ دله مینځه وړلو او د صهیونیسټانو دبندیانو د ستنولو په دو هدفونو پیل کړې وه تراوسه خپلو هدفونو ته نده رسیدلې .