د ایران سیاست د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د اړیکو ټینګول او پراخول دي
(last modified Fri, 30 Aug 2024 01:59:38 GMT )
Aug 30, 2024 06:29 Asia/Kabul
  • د ایران سیاست د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د اړیکو ټینګول او پراخول دي

دي د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشرپزشکیان ّد ناروې له لومړي وزیر«یوناس ګاهر اشتوره » سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، ایران په نړۍ کې هر ډول تیري غندي. د تهران پالیسي سوله او دوستي ده، د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او له کړکېچ او شخړې ډډه کول دی .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په سیمه او نړۍ کښې د ایران په امنیت راوستونکی  رول ټینګار وکړ او ویې ویل د ایران اسلامی جمهوریت تل چمتو دی چې په نړۍ کښې د جنګ، تاوتریخوالی او ناامنۍ د ختمولو لپاره د سولې او امنیت د تامینولوپه لړ کې  هلې ځلې  او ملګرتیا وکړی.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې په برجام کې د امریکا حکومت  په کار ړنګونې نیوکه وکړه او ویې ویل، چې اروپايي هېوادونو هم  په دغه نړیوال تړون کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي،او  له دغه تړون څخه په یو اړخیزه توګه د وتلو ترڅنګ یې فشارونه زیات کړي دي او د ایرانیانو په خلاف بندیزونه او له بده مرغه اروپایی هیوادونو د توقع خلاف خپلې  وعدې ندي پوره کړي .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د بشری حقوقو او ډیموکراسۍ په ډګر کښې د امریکې او ځینو لویدیځو هیوادونو په دوه مخی چلند باندې په نیوکې سره زیاته کړه، امریکا او ځینې لویدیځ هیوادونه  چی له یوه کس سره د بد چلند په وجه نور هیوادونه د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ تورنوی خو له بلې خوا په غزه کښې د لسګونو زرو بې ګناه ښځو، ماشومانو، ځوانانو او بوډاګانو په وینو تویولو او په دغه سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم له خوا په ملکي سیمو، ښوونځیو او روغتونونو باندې په بمباریو باندې  نه یوازې. چوپه خوله دي، بلکې  دوی د دې رژیم مالي او د وسلو ملاتړ کوي؟دا له کوم منطق او معیار سره سمون خوري ؟

"یوناس ګاهر اشتوره" هم د ایران او ناروې اړیکې دوستانه او تاریخي وبللې او ویې ویل، ناروې تل ځان د ایران دوست ګڼلی او د ایران د ملت د لا پرمختګ او سوکالۍ غوښتونکی دی.

د ناروې لومړی وزیر همدارنګ د لویدیځې اسیا په سیمه کښې د کړکیچ د زیاتیدو په تیره بیا د غزې د خلکو په خلاف د صهیونیسټ رژیم د حملو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل د غزې په تړانګه کښې د اسرائیلو جنګ او د هغې ناوړه پایلې غندو.

 

ټیګونه