ایران د ټروریزم په هکله د بریتانیا په دوه ګوڼه سیاست نیوکه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په لندن کښې د ایران سفارت د ترهګرۍ په وړاندې د بریتانیا د حکومت په دوه ګوڼه دریځونو باندې نیوکې سره وویل: د انګلستان د حکومت لپاره ټروریزم هغه وخت چې ایرانیان په نښه کوي د زغمل وړ خو په بل ځای کښې محکوم دی.
په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې د یوه پیغام په خپرولو سره ولیکل د نولس سوه یواتیایم میلادي کال د اګست د میاشتې په دیرشمه نیټه د ایران ولسمشر شهید محمد علي رجايي او لومړی وزیر حجت الاسلام و المسلمین محمد جواد باهنر د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ لخوا چې تر مودو مودو پورې د نړیوالې ټولنې لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیدله ټرور شول.
د ایران د سفارت په بیانیې کښې ویل شوي دي خو د منفاقینو د ترهګرۍ ډلګې نوم په ایران باندې د دباو د راوستلو لپاره د ترهګرو ډلو له فهرست څخه لیری کړی شو.
په همدې ارتباط د بریتانیا د پارلمان ځینې استازي په ناوړه ډول هر کال د منافقینو د ترهګرې ډلې د مشرې کوربه دي او په انګلستان کښې ځینې بدنامې ښې پالې ورځپاڼې د منافقینو د ترهګرې ډلې لپاره زمینې برابروي.