د لبنان حزب الله په اسرائیلو لسګونو توغندي وویشتل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151936-د_لبنان_حزب_الله_په_اسرائیلو_لسګونو_توغندي_وویشتل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو بیګا وویل د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په لسګونو توغندیو سره د نیواکي فلسطین په شمال کښې په صهیونیسټي ښارګیو او اډو باندې بریدونه وکړل.
(last modified 2024-08-30T20:44:58+00:00 )
Aug 31, 2024 01:11 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله په اسرائیلو لسګونو توغندي وویشتل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو بیګا وویل د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په لسګونو توغندیو سره د نیواکي فلسطین په شمال کښې په صهیونیسټي ښارګیو او اډو باندې بریدونه وکړل.

د اسرائیلو په شمال کښې په اتو بیلابیلو سیمو کښې په پرله پسې ډول د خطرې سایرنونه ووهل شول او خلکو ته د توغندیو د حملو په هکله خبرداری ورکړل شو.

داسې ښکاري چې د نیواکي فلسطین په شمال باندې دغه پراخه توغندوي حمله د لبنان په جنوب باندې د اسرائیلو څو ساعته مخکې حملې د بدل د اخیستلو لپاره ترسره شوي ده.

د صهیونیسټ رژيم جنګي  الوتکو څو ساعته مخکې د لبنان په جنوب کښې په «طیر حرفا» ښارګي باندې بمبارې وکړې.

د اسرائیلو دیارلسم ټیلي ويژن هم راپور ورکړ چې د  صهیونیسټ رژيم دافع هوا د نیواکي فلسطین په شمال کښې په «الجلیل غربي »باندې له لبنان څخه د ځینو توغول شویو توغندیو مخه ونیوله او هغه یې شنډ کړل.

دغه راز د بیت لحم په جنوب کښې د «غوش عتصیون» ښارګي کښې یوې تجارتي ودانۍ ته نږدې د زوروې  بم چاودنې غږ اوریدل شوی.

ویل کیږي صهیونیسټ رژيم هم د لبنان په جنوب کښې د حداثا ښارګي په خواو شا سیمو باندې بریدونه وکړل.