د اقلیمي بدلونونو د بدلیدا غونډه په روسیې کښې وشوه
(last modified Sat, 31 Aug 2024 00:27:32 GMT )
Aug 31, 2024 04:57 Asia/Kabul
  • د اقلیمي بدلونونو د بدلیدا غونډه په روسیې کښې وشوه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اقلیمي بدلونونو په هکله د بریکس ډلې د غړیو هیوادونو په لوړه سویه خبرې پرون په ماسکو کښې وشوې.

د دغه غونډې مشرۍ د روسیې فیډراسیون د اقتصادي پراختیا وزیر« ماکسیم رشتنیکوف» پرغاړه لرله او د ایران د اسلامي جمهوریت ، چین ، برازیل ، جنوبي افریقا ، متحده عربي اماراتو ، مصر او د هندوستان استازیو پکښې ګډون درلود.

په دغه غونډې کښې د اقلیمي شرایطو په موضوع کښې د هڅو د بیانولو او د پایداره پراختیا د لوړتیا او دغه راز د اقلیمي بدلونونو په زمینه کښې بریکس ډلې د غړیو هیوادونو د ملګرتیا په هکله غور وشو.

په روسیې فیډراسیون کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر کاظم جلالي په دغه غونډې کښې په خپلې وینا کښې د ایران پرضد د غیر قانوني او یو اړخیزه بایکاټونو او د ژواک چاپیریال په خرابیدا او د مالي سرچینو په ناتامینیدا او د ټیکنالوژۍ په نا انتقالیدا باندې د بندیزونو ناوړه اغیزونو ته په اشارې سره وویل له چیلنجونو او نړیوالو مشکلاتو سره سره په ایران کښې د اقلیم د بدلون د ښکارندې د اثارو د کنټرول لپاره  اغیز شیندونکي اقدامات شوي چې پکښې لوړو قوانینو ، له نوي کیدونکو انرژیو څخه د ګټه د پورته کولو او د ګلتوني ګازونو د خپریدا د ښکارندې د کمولو لپاره د اقداماتو او د ملي سټراټيژیک سند تدوینیدا او د مصرف  د بیلګې اصلاحل کولو ته اشاره کولای شو.

په روسیې کښې د ایران سفیر کاظم جلالي د بریکس ډلې د غړیو هیوادونو د  اقلیم د بدلونونو او د ژواک چاپیریال له کاري ډلو سره د ملګرتیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په هرکلي سره له اقلیمي بدلونونو سره د مقابلې لپاره د نویو ټیکنالوژیو او د تجربو او د پوهې په انتقالولو او د نوي کیدونکو انرژیو په سرچینو کښې د پانګونې په هڅونې ټینګار وکړ.

 

ټیګونه