په لویدیځه غاړه کښې د فلسطین له مقاومتی ډلو سره د مقابلې لپاره د صهیونیسټ رژیم بې وسي
(last modified Sat, 31 Aug 2024 11:42:18 GMT )
Aug 31, 2024 16:12 Asia/Kabul
  • په لویدیځه غاړه کښې د فلسطین له مقاومتی ډلو سره د مقابلې لپاره د صهیونیسټ رژیم بې وسي

صهیونیسټی پوځ په غزه او لویدیځه غاړه کښې د جنګ غوښتنوله دوام سره سره د فلسطین له مقاومتی ډلو سره د مقابلې توان نه لری .

صهیونیسټي سرچینو د لویدیځې غاړې په جنوب کښې د صهیونیسټانو په دوو میشت ځایونو کښې د دوو شهادت  غواړو  عملیاتو خبر ورکړ. د صهیونیسټانو په کارمی تزور ښار کښې د یوه  فلسطینی په شهادت غواړو  عملیاتو کښې څو صهیونیسټان ژوبل شول او دغه فلسطینی هم د صهیونیسټانو د ډزو په تبادله کښې شهید شو. په دوهمو عملیاتو کښې یو فلسطینی خپل ګاډی د «گوش عتصیون» په   صهیونیسټ میشته ښارګي کښې په پټرول پمپ کښې والوزاوه چی  په دغه چاودنه کښې  لږ تر لږه څلور صهیونیسټان ژوبل شول.

دغه دوه نوي عملیات په داسې حال کښې ترسره شول چې صهیونیسټي پوځیانو د خپلو جنګ غوښتنو  په دوام کښې د غزې او لویدیځې غاړې د استوګنې په سیمو حملې زیاتې کړي دي خو د صهیونیسټي رژیم له خوا رامینځته شوی تاوتریخوالي غوښتنو  د دغه رژیم په ګټه نه دی او هیڅ نتیجه نه لري او سبب شوی ده چی په دې وروستیو ورځو کې په غزه او لویدیځه غاړه کې د فلسطیني مبارزو  ډلو یووالی او همکاري زیاته شي.

دصهیونیسټ رژیم هدفونه او دسیسې چې په غزې او لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټی چارواکو د هیلو په اپوټه  په تل ابیب کښې په پراخ کړکیچ بدل شوی دی او سخت دریځې صهیونیسټان د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهود غزې د جګړې په  اداره کولو کې په بې وسي تورنوي .

د صهیونیسټی ورځپاڼی «یدیعوت احارنوت» داسې  دقیق معلومات خپاره کړی چی  په اساس یی د صهیونیسټی رژیم د داخلی امنیت ادارې «شاباک» بنیامین نتانیاهو ته خبرداری ورکړی دی چی په اسرائیلو کی د داخلی اختلافاتو له کبله کیدای شی دغه رژیم له کورنۍ جګړې سره مخامخ شی. د نیواکګر رژیم ۱۲ ټلویزیون هم راپور ورکړی: دا د یوې نوې جبهې د جوړیدو عمومي  پیل دی چې په رسمي توګه د نتانیاهو او د امنیتي ادارو د مشرانو تر منځ پرانیستل شوی دی، چې له خپلو دندو به اکتوبر د 7 عملیاتو د ناکامۍ په اړه د تحقیقاتود  رسمي کمیټه  له جوړیدوپرته به استعفا ورنکړي .  د صهیونیسټ رژیم د جنګ پخوانی وزیر«اویګدور لیبرمن» یو ځل بیا د دغه رژیم د لومړی وزیر نتانیاهو» په سیاستونو نیوکه وکړه او د هغه چلند ئې غیر مسوولانه وباله.

د صهیونیسټي کان شبکې په یوه راپور کښې اعلان وکړ چې د فلسطیني ډلو د «طوفان الاقصی» په عملیاتو کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د وژل شویو شمیر څه دپاسه ۷۰۰ تنو ته رسیدلی دی. په دغه رپوټ کښې راغلي دي چې د اکتوبر له اوومې نېټې تر ۲۶مې نېټې پورې د الاقصی طوفان د عملیاتو په لومړیو دریو اونیو کښې د صهیونیسټيپوځ  ۳۲۶ غړي وژل شوي دي.

د غزې د جګړې دوام د نیواکي  سیمو د زرګونو صهیونیسټانو د بې ځایه کیدو او په کړکیچن حالت کښې د ژوند کولو سبب شوی دی. په نیواکي سیمو کښې اقتصادي فعالیتونه په ټپه دریدلي دي او صهیونیسټان د عادي ژوند کولو فرصت نه لري . په نیواکي سیمو کښې کړکیچن حالت د صهیونیسټي رژیم د مشرانو له چلند سره مستقیم  ارتباط  لري چې په وروستیو میاشتو کښې یې د خپلو کړکیچونو د رامینځته کونکو اقداماتو مخه نه ده نیولې او د فلسطینیانو پرضد یې د جنګ د پراخولو پلان جوړ کړی دی.

 د موجودو حالاتو دوام به په نیواکي سیمو کښې کړکیچن شرایط نور شخت کړي او په غزه کښې د جنګ په دوام د صهیونیسټي چارواکو په ټینګار سره به د صهیونیسټي رژیم د داخلي سقوط لپاره شرایط او زمینه  برابره شي. د نتانیاهو د جنګی کابینې په وړاندې په نیواکي سیمو کښې اقتصادی کړکیچ او پراخ خپګانونه  زیات شوی او داسې ښکاری چې د صهیونیسټ رژیم د کابینې د ختمولو له اعلانولو پرته بله چاره نشته . د انتخاباتو ترسره کول به  هم د افراطي  صهیونیسټانو او په تل ابیب کښې جنګ غواړو  ترمینځ د اختلافاتو د ختمیدو سبب نه شی او یوازې اوسني کړکیچن حالات  به نور هم پیچلی کړی.

 

ټیګونه