صهیونیسټي نیواکګرو بیا هم په غزه کښې بیګناه خلک وژلي دي
(last modified Sat, 07 Sep 2024 08:21:30 GMT )
Sep 07, 2024 12:51 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي نیواکګرو بیا هم په غزه کښې بیګناه خلک وژلي دي

د صهیونیسټي رژيم پوځیانو په خپل تازه جنایت کښې په غزې تړانګې کښې د بې ځایه شویو خلکو د دیره کیدو ځاې او خیمې بمباري کړې.

د غزې تړانګې د شمال د جبالیا النزله په "حلیمه السعدیه" ښوونځي کښې د کډوالو په خیمو باندې بمباري وکړه چې له امیه یې ۸ فلسطینیان شهیدان او لږترلږه ۱۹ نور ژوبل شول.

همداشان د غزې په مینځ کښې د البریج په نامه د کډوالو په کیمپ کښې په «همام» برج کښې په یو اپارتمان د شوې حملې په نتیجه کښې ۴ کسان شهیدان او ۱۰ زخمي شول.

اخوا د غزې ښار د شمال په النصر سیمه کښې په یو کور باندې د صهیونیسټي پوځيانو د توغندوي برید له امله هم یو ماشوم شهید شوی دی.

په غزې تړنګې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژيم بریدونه په داسې حال کښې روان دي چې د دغه رژيم د پوځ د عملیاتو د برخې پخواني مشر او د زیرمه ځواکونو جنرال «یسرائیل زیو» ویلي دي: صهیونیسټي رژيم د غزې په جنګ کښې هیڅ سټراټیجي نه لري او بې هدفه جنګ ته دوام ورکوي.

له دې مخکښې د صهیونیسټي رژیم د کابینې د اپوزیشن ګوندونو مشر «یائیر لاپید»هم په یو پيغام کښې داده شوی و چې دغه رژیم د مقاومت له ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري.