د حزب الله توغندي د تل ابیب شمال ته ورسیدل
د لبنان حزب الله غورځنګ د دغه هیواد په جنوب کښې په ملکیانو د بمباریو په لړ کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غبرګون کښې د تل ابیب په شمال کښې صیهونیست میشت ځایونه په راکټونو وویشتل.
د الجزیرې د راپور له مخې د صهیونیسټي رژیم رسنیو د نیواکګرو سیمو په ډیرو سیمو کښې د خبرداري سایرن او له لبنان د توغول شویو توغندیو د اغیزو خبر ورکړی دی.
د دغه رپوټ له مخې د بن ګوریون هوايي ډګر ته څېرمه، د تل ابیب په هشارون سیمه، د تل ابیب په ختیځ کښې په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټانو په میشت ځایونو او د قلقیلیا په جنوب کښې د ایریل په ښارګوټو کښې د خبرداري سایرونه وغږول شول. د نیول شویو سیمو په مرکز کې د "ایمک یزرایل"، "یکنیم" او "رامات شای " کی هم د سایرن غږونه اوریدل شوي دي.
دصهیونیسټ رژیم رسنیو هم اعلان وکړ چې دحزب الله حملې د نیواک شویو سیمو مرکز ته نږدې شوی دی .
د لبنان په جنوب کښې په ملکي وګړو د صهیونیسټ رژیم د جنایت په غبرګون کښې د حزب الله پراخ توغندیز بریدونه ترسره کیږي.
صهیونیسټ رژیم پرون سهار د لبنان په جنوب او ختیځ کښې څه دپاسه څلویښت سیمې په هوایی حملو سره په نښه کړې چې په نتیجه کښې یې یوشمیر ملکیان شهیدان او ژوبل شول .
صهیونیسټ رژیم چې له حزب الله سره دجګړې په ډګر کښې له ماتې سره مخ شوی دی د دغې ماتې د جبرانولو لپاره د لبنان په جنوب او نیواکی فلسطین په پولو کښې د استوګنې په سیمو بمبارۍ کوي چې تراوسه پکښې زیات شمیر خلک شهیدان او ژوبل شوي دي .