د ملګرو ملتونو د اهدافو د پیاوړتیا په غونډه کې د ایران د ولسمشر وینا ته کتنه
(last modified Tue, 24 Sep 2024 13:11:03 GMT )
Sep 24, 2024 17:41 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو د اهدافو د پیاوړتیا په غونډه کې د ایران د ولسمشر وینا ته کتنه

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ملګرو ملتونو د اهدافو د پیاوړتیا په غونډه کې د راتلونکي تړون په هکله د ایران د نظر څرګندونه وکړه.

 دا د ایران د ولسمشر په توګه نیویارک ته، د مسعود پزشکیان لومړنی سفر دی. نوموړی د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې کلنۍ غونډه او د هغې په څنډه کې لیدنې، د نړۍ د حکومتونو لپاره خورا مهمې دي.

د دولتونو مشران او لوړ پوړي استازي هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د کلنۍ غونډې او د څو اړخیزو او دوه اړخیزو غونډو له فرصت څخه په استفادې سره، د نړۍ په مهمو او سیمه ایزو مسلو او د خپلو حکومتونو د تګلارو په اړه خپل نظریات وړاندې کړي.

  د هغو چارواکو لپاره چې په دې وروستیو کې یې د خپل هېواد لوی مسئولیت منلی دی، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې ګډون، دوه چنده اهمیت لري. په ځانګړې توګه که چېرې د ایران په څېر هېواد په یو مهم جغرافیایي او سیمه ایز موقعیت کې واقع وي.

پزشکیان نيويارک ته له رسېدو وروسته د «راتلونکي تړون» تر سرليک لاندې د ملګرو ملتونو په غونډه کې په خپله لومړۍ وينا کې، د هېوادونو د انکشافي او پراختيايي پروګرامونو د مرکزيت او د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د حل لارو په اړه، د ایران د اسلامي جمهوریت نظرونه بیان کړل.

  د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ملګرو ملتونو د اهدافو د پیاوړتیا په ناسته کې د دې په بیان سره چې له اوسنیو او راتلونکو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره، د عدالت او صداقت له مخې ملګرتیا او تعامل ته اړتیا لري، وویل: موږ د حکومتدارۍ او نړیوالو مالي موسسو په جوړښت کې د سمدستي اصلاحاتو غوښتنه کوو، څو د پریکړو په جوړښت کې د مخ پر ودې هېوادونو شاملول وشي.

پزشکیان د ملګرو ملتونو د اهدافو د پیاوړتیا لپاره په ​​خپله وینا کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په دغه سازمان کې د ملګرو ملتونو د سند په هکله خپل نظرونه او ملاحظات ثبتوي. د ایران ولسمشر ټینګار وکړ: د جنګ، بې وزلۍ، تبعیض او لوږې په شان له ننګونو سره د مقابلې لپاره، د څو اړخیزه نظام پیاوړتیا باید د راتلونکي لپاره د ګډ کار اساس وي.

د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو د اهدافو د پیاوړتیا په ناسته کې د خپلو خبرو په دوام کې ټینګار وکړ: موږ د نړیوالو مالیاتي موسسو د حکومتولۍ په جوړښت کې د سمدستي اصلاحاتو غوښتنه کوو، څو په تصمیم نیونو او د دغو هېوادونو د مالیاتي اړتیاوو د پوره لپاره د تشکیلاتو په جوړولو کې د مخ پر ودې هېوادونو د شتون تضمین شي.

د سترو قدرتونو، په تېره بیا د امریکا یو له پالیسیو څخه، د خپلو استبدادي اهدافو د پرمخ بیولو لپاره، په ملګرو ملتونو کې د نفوذ او یا په یو اړخیزه توګه د بندیزونو لګول دي. پزشکیان په همدې تړاو په ملګرو ملتونو کې د نړۍ د هېوادونو مشرانو او استازو ته په خطاب کې وويل: سولې او پرمختګ ته د رسېدو لپاره، د هېوادونو د پرمختګ حق، د پرمختګ لومړيتوبونو او کلتوري ځانګړنو ته پاملرنه، د عادلانه اصولو مراعاتول او د مخ پر ودې هېوادونو پر وړاندې د پرمختللو هېوادونو د مکلفیتونو پلي کولو ته اړتیا ده.

یو اړخیز بندیزونه د دوامدار پرمختګ اهدافو ته د رسېدو مخه نیسي او دا حقیقت باید د راتلونکي لپاره په هر چمتو شوي سند کې شامل شي. د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه وړاندیز کې وویل: زه وړاندیز کوم چې د یو اړخیزو بندیزونو د قربانیو هېوادونو په ګډون، په دې اړه عمومي اسامبلې ته یو جامع راپور وړاندې کړئ.

د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د ظالمانه بندیزونو تر ټولو لوی قرباني دی. دا غیر قانوني او یو اړخیز بندیزونه د امریکا لخوا پر ایران باندې د خپلو اهدافو د تحمیلولو او د لوېدیځې آسیا په سیمه کې د خپلو تسلطي سیاستونو د پرمخ بیولو لپاره لګول شوي دي.

ټیګونه