د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د اټومي وسلو په لټه کې نه وو او نه دی
د ایران ولسمشر وویل، د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د اټومي وسلو په لټه کې نه وو او نه دی، د برجام د نړیوالې موافقې په چوکاټ کې یې پر خپلو ژمنو عمل کړی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د الدر ډلې له غړو سره په کتنه کې زیاته کړه، ایران له هېڅ هېواد سره جنګ او جنجال نه لري، بلکې له دودیزو لارو د خپلو دفاعي او مخنیوي کوونکي ځواکو د پیاوړې کولو په لټه کې دی، په داسې حال کې چې اټومي وسلې د ایران د اسلامي جمهوریت په دفاعي نظریې هېڅ ځای نه لري.
پزشکیان د "الدر" ډلې له غړو سره په لیدنه کې چې په نړۍ کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي، د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې د نننۍ نړۍ جدي ستونزه دا ده چې یو شمېر هغه هېوادونه چې واک او ځواک لري، د ډیموکراسۍ او آزادۍ په نوم، د نورو هېوادونو پرمخ د پرمختګ ټولې لارې بندوي.
د ایران ولسمشر د الدر ډلې ته په خطاب کې وویل: تاسو کولای شئ د خپلواکو ملتونو غږ، لوېدیځو هېوادونو ته ورسوئ او د ایران اسلامي جمهوریت هم له هر هغه اقدام چې د لوېدیځې آسیا په سیمه او نړۍ کې سوله او امنیت ټینګ کړي، ملاتړ کوي.
د الډر ډلې مشرې مېرمن مري رابنسون پر دې خبرې سره چې د الډر ډله د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ښو او دوستانه تعلقاتو مخینه لري وویل، دغه ډله په مختلفو ډګرونو کې د ایران د نوي حکومت د نظرونو او چلندونو ستاینه کوي او هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو ده.