د صهیونیسټي رژیم ملاتړو ته د ایران خبرداری؛  پر لبنان د بریدونو د پایلو مسئولیت د امریکا پر غاړه دی
(last modified Wed, 25 Sep 2024 01:40:15 GMT )
Sep 25, 2024 06:10 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم ملاتړو ته د ایران خبرداری؛  پر لبنان د بریدونو د پایلو مسئولیت د امریکا پر غاړه دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د پراخې جګړې د پیلېدو په اړه په خبرداري سره وویل، که امریکا او د صهیونیسټي رژیم نور ملګري، د دغه رژیم د حملو مخه ونه نیسي، باید د عواقبو مسئولیت یې ومني.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په نیویارک کې د ملګرو ملتو د ۷۹مې غونډې په څنډه کې، د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر انتونیو تایاني سره په کتنه کې زیاته کړه چې د اسرائیلو نسل وژونکي رژیم ته باید اجازه ورنکړل شي، چې جنګ ټولې سیمې ته وغځوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په لبنان کې د سمدستي اوربند لپاره د ایټالیا او ځینو نورو هېوادونو غوښتنې ته په اشارې سره وویل، دا د صهیونیسټي رژیم د ملاتړو پرغاړه دی چې هغه رژیم د خپلو وحشیانه حملو بندولو ته اړ کړي چې پایله یې تراوسه د لسګونه ماشومانو په ګډون د سلګونه کسانو شهادت دی.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر هم د لبنان په سویل کې د حالاتو خرابېدو ته په اشارې سره، د جنګ د مخنیوي او د اوربند د رامنځته کولو لپاره یې پر ډیپلوماټیکو هڅو ټینګار وکړ.

ټیګونه