عراق د اسرائيلو د رژیم خلاف د اسلامي هیوادونو په یوموټې دریځنیونې ټینګار وکړ
(last modified Wed, 25 Sep 2024 08:21:24 GMT )
Sep 25, 2024 12:51 Asia/Kabul
  • عراق د اسرائيلو د رژیم خلاف د اسلامي هیوادونو په یوموټې دریځنیونې ټینګار وکړ

د عراق د بهرنیو چارو وزیر په لبنان باندې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو د بندولو لپاره د عربو او اسلامي هیوادونو د مشرانو د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدو غوښتنه وکړه.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین ویلي چې په نیویارک کښې د عرب اتحادیې د وزیرانو په غونډه کښې یې، د عرب او مسلمانو هیوادونو د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدو وړاندیز کړی چې هدف به یې، په لبنان باندې د صهیونیسټي رژیم د تیري د بندولو لپاره د هلوځلو برابرول وي.

د عراق خارجه وزیر په دغې غونډې کښې ویلي دي: عربي او اسلامي پیوستون، په سیمه کې له ننګونو سره د مقابلې لپاره یو بنیادي اصل دی.

د عراق وزیراعظم محمد السوډاني هم له دې مخکښې د یوې بیانیې په خپرولو سره د لبنان له خلکو او مقاومته خپل ملاتړ اعلان کړی و.

اخوا د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د دغه هیواد په مختلفو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم په وروستیو بریدونو کښې ۵۵۸ کسان شهیدان شوي چې ۵۰ په کښې ماشومان او ۹۴ ښځې دي.

په دغو بریدونو کښې همداشان ۱ زر او ۸۵۰ تنه هم زخمي شوي دي.

 

ټیګونه