ایران: امریکا د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو اصلي ملاتړې او شریکه ده
(last modified Fri, 27 Sep 2024 10:30:34 GMT )
Sep 27, 2024 15:00 Asia/Kabul
  • ایران: امریکا د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو اصلي ملاتړې او شریکه ده

د ایران د خارجه وزارت ویندوی امریکا د فلسطینیانو د نسل وژنې او د لبنان د ملت په خلاف په روانو جنایتونو کښې د صهیونیسټی رژیم د جنګی جنایتونو ترټولو مهم ملګری وباله.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د نن په خپل شخصي اکاونټ کښې په یوه پیغام کښې وویل: د اسرائیلو د توکم پال  رژیم په سیمه کښې د خپل پوځي برتري د ساتلو لپاره له امریکاد ۸.۷ میلیارډ ډالرو نوې مرستی د ترلاسه کولو  اعلان  و کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: په عین حال کښې د امریکا  دفاع وزیر ویلي دي چې واشنګټن به هیڅکله له اسرائیلو سره د مرستې په اړه په خپلو ژمنو کښې «له ځانه د دفاع» لپاره بدلون ورنکړي.

کنعاني يادونه وکړه: د شرم خبره ده چې امريکا په فلسطين کې په يوولسو مياشتو کې د څه دپاسه ٤٢٠٠٠ تنو او په لبنان کې په څلورو ورځو کې د څه دپاسه ١٥٠٠ تنو وژل د ځان د دفاع په ممعنی  ګڼي. دا پیسې قاتلانو ته دیوه  مالک انعام پرته بل څه ندي.

د ایران د ډیپلوماټیکې ادارې ویاند څرګنده کړه: نړیوال  په دې کښې هیڅ شک نلری چې امریکا د فلسطینیانو په نسل وژنې او د لبنان د ملت په خلاف په روانو جنایتونو کښې د صهیونېسټ رژیم په جنګی جنایتونو کښې د لومړۍ درجې ملګری دی.

 

ټیګونه