د لبنان حزب الله په حیفا بندر توغندوي بریدونو ته دوام ورکړی دی
(last modified Fri, 27 Sep 2024 10:40:17 GMT )
Sep 27, 2024 15:10 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله  په  حیفا بندر توغندوي بریدونو  ته  دوام ورکړی دی

د اسرائیلو پوځ هم تایید کړې چې د حزب الله له خوا د حیفا پر لور له لسو زیات توغندي توغول شوي دي.

د ایرنا د خبر له مخې د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ: د دغه غورځنګ مبارزانو  نن د غزې په تړانګه کښې د فلسطین له ملت په ملاتړ او دغه راز په  لبنان کښې د ملکیانو د وژلې په ځواب کې دفلسطین په شمال کې د حیفا په «کریت اتا  باندې د «فادي ۱»  څو توغندي

د اسرائیلو پوځ هم تایید کړې چې د حزب الله له خوا د حیفا پر لور له لسو زیات توغندي  توغول شوي دي.

د دغه راپور له مخې، یو توغندی هم د حیفا ته څېرمه په «الکریوت» سیمه کې ولګېد چې له امله یې څو صهیونیسټان ژوبل شول.

د حیفا په څنډه کې د عکا د سیمه ییزې ادارې مشر هم وویل: په ښار کې وضعیت ډېر کړکېچن دی اوعکا  تقریباً له اوسیدونکیو  خالی شوی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د تیرې ورځې او شپې په حملو کښې ۹۲ لبنانیان شهیدان او ۱۵۳ نور ژوبل شول.

دحزب الله حملو په صهیونیسټانو کښې ویره رامینځته کړې ده چې له امله یې په نیواکی ښار حیفا کښې ټول تعلیمي فعالیتونه بند شوي او له اوسیدونکو غوښتل شوي دي چې پناه ځایونو ته لاړ شي .

 

ټیګونه