د یمن انصارالله او د عراق اسلامی مقاومت په صیهونیسټ رژیم سختې حملې وکړې
(last modified Fri, 27 Sep 2024 11:22:53 GMT )
Sep 27, 2024 15:52 Asia/Kabul
  • د یمن انصارالله او د عراق اسلامی مقاومت په صیهونیسټ رژیم سختې حملې وکړې

پر تل ابیب د یمن د توغندي له حملې وروسته له دوو میلیونو زیات صهیونیسټان پناه ځایونو ته ورغلل او د بن ګوریون د هوایی ډګر فعالیت وځنډول شو.

د ایرنا د خبر له مخې له یمن د تل ابیب په لور د توغندی له  توغولو وروسته په ټول اشغال شوی فلسطین کښې د خطر زنګ ووهل شو.

پر تل ابیب د یمن د توغندي  له حملې وروسته له دوو میلیونو زیات صهیونیسټان پناه ځایونو ته ورغلل او د بن ګوریون د هوایی ډګر فعالیت وځنډول شو.

خبری رسنیو خبر ورکړی دی چې له دغه توغندوی حملې وروسته یو شمیر صهیونیسټان د پناه ځایونو په لور د تېښتې په حال کښې ژوبل شول .

د صهیونیسټ رژیم ۱۲ چینل خبر ورکړی چې د یمن په توغندوی حملې کښې لږ تر لږه ۱۷ اسرائیلیان ژوبل شوی دی او څو الوتکو د خپلو الوتنو لارې بدلې کړی او په اردن کښې کوزې شوي  دی.

په همدې حال کې د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسی دفتر غړی علی القهوم په تل ابیب باندې د حملو دوام ته په اشارې سره وویل، د یمن د ولسی ځواکونو ستراتیژیک، موثر او پراخ عملیات په پنځم پړاو کښې دوام لری. او د غزې د محاصرې تر پای ته رسیدو پورې به ونه دریږي.

له بلې خوا دعراق داسلامی مقاومت غورځنګ په اشغال شوی فلسطین کښې دصهیونیسټ رژیم په مهم هدف د توغندوی حملې اعلان وکړ .

 

ایرنا خبری اژانس وایی دعراق داسلامی مقاومت غورځنګ نن په نیواکی سیمه  کښې دصهیونیسټ رژیم یو مهم هدف په یوه پرمختللی العرقاب توغندی سره تباه کړ .

دعراق داسلامی مقاومت غورځنګ همداراز  دسوریې د نیواک په جولان کښې دصهیونیسټ رژیم په پوځی هدف د بې پیلوټه الوتکې د حملې خبر ورکړ .

په دغه بیانیه کښې د عراق د اسلامی مقاومت غورځنګ د صهیونیسټی رژیم په پوستو د حملو په دوام او پراخولو ټینګار وکړ.

دعراق داسلامی مقاومت غورځنګ د اعلامیې له مخې دغه ډرون حمله له صهیونیسټی نیواک سره د مقابلې او دفلسطین له خلکو سره د مرستې او په ملکی خلکو د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په ځواب کښې ترسره شوه .

 

ټیګونه