امریکا باید د صهیونیسټانو د جنایتونو په اړه ځواب ورکوونکی وي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني پرون له غرمې وروسته د بیروت په ضاحیه سیمه کې پر څو استوګنیزو ودانیو د صهیونیسټي رژیم وحشیانه او ترهګریز هوایي بریدونه په کلکه وغندل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ټینګار وکړ: دغه وحشیانه حمله چې د امریکا له خوا د صهیونیسټي تیریګر او غاصب رژیم ته په ورکړل شویو بمونو سره ترسره شوې ده، سربېره پر دې چې د نړیوالو قوانینو او مقرراتو او د لبنان له ملي حاکمیت څخه په ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي، یو ښکاره او د نه پټولو وړ جنګي جنایت دی او له شک پرته امریکا هم د صهیونیسټي رژیم ترڅنګ په جرم کې شریکه ده او باید حساب ورکوونکی وي.
د ایران د بهرنۍ تګلارې د ادارې ویاند زیاته کړه: د فلسطین او لبنان د خلکو په خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو دوام په ډاګه څرګندوي، چې د امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو له خوا د اوربند غوښتنه، د فلسطین او لبنان د خلکو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د دوام لپاره د وخت د وخت اخیستو په موخه یو ښکاره فریب دی.