اسلامي ایران د صهیونیسټ رژيم له جنایتونو سره د مقابلې غوښتنه وکړه
(last modified Sun, 29 Sep 2024 00:17:18 GMT )
Sep 29, 2024 04:47 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د صهیونیسټ رژيم له جنایتونو سره د مقابلې غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په فلسطین او لبنان کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په وړاندې د اسلامي هیوادونو په مسوولیت باندې ټینګار وکړ.

هغه په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د نهه اویایمې غونډې په څنګ کښې د اسلامي ملګرتیاو د موسسې له مشر حسین ابراهیم طه سره په کتنه کښې د لبنان د حزب الله د مشر  سید حسن نصر الله په ناځوانمردانه ټرور کښې د صهیونیسټ رژیم جنایت ته په اشارې سره له اسرائیلو رژیم سره د مقابلې لپاره د اسلامي هیوادونو په تیره بیا د اسلامي ملګرتیا موسسې په مسوولیت ټینګار وکړ او د اسلامي ملګرتیا موسسې د مشرانو د بیړنۍ غونډې د سمدستي ترسره کیدا غوښتنه یې وکړه.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي ټینګار وکړ : دا لومړی ځل نه دی چې د مقاومت جبهه خپل یو عزتمن مشر له لاسه ورکوي او زه ډاډمن یم چې د مقاومت لاره به لا محکمه او په لا صلابت سره دوام ولري.

هغه دغه راز د ملګروملتونو  امنیت شورا د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندولو او  ورسره د مقابلې لپاره د ضروري ارادې نه لرونکي وبلله او جوته یې کړه: امریکا په فلسطین او لبنان کښې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم په جنګي جنایتونو کښې شریکه ده.

د اسلامي ملګرتیا موسسې مشر حسین ابراهیم طه هم په دغه کتنه کښې په سیمه کښې د اسرائیلو رژيم د جنایتونو او د تیریو دوام وغاند او ویې ویل چې د غړیو هیوادونو له مشرانو سره د بیړنۍ غونډې د ترسره کولو په هکله به سمدستي مشورې وکړي او یو ضروري اقدام به ترسره کړي.

 

ټیګونه