سید حسن نصر الله د قدس شریف د ازادۍ په لاره کښې شهید شو
ایرن خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل : سید حسن نصر الله د خپل الهي او د سپیڅلي هدف په لاره کښې چې د اسلام دفاع او د قدس شریف ازادول و شهید شو.
هغه په یوه پیغام کښې د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله د شهادت په مناسبت د مبارکۍ او د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې شهید نصر الله د بې پناه خلکو پناه او د مقاومت سید، د نړۍ د مستضعفانو د زړه تور ، نا ستړی کیدونکی مجاهد او سرشیندونکی رهبر او صادق او رښتیونی مشر وباله چې د صهیونیسټ د نیواکګر او د جنایتکار بانډ په لاس په مظلومانه ډول شهید شو.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف صهیونیسټ رژيم چې په سر کښې یې امریکا ده د بې پناه خلکو ، کډوالو ، مظلومو ښځو او د ماشومانو د وینې په شمول په ټولو توې کړې شویو وینو کښې شریک وبلل چې خپلې خبیثې څیرې یې له مخکې څخه زیات د دنیا د ټولو خلکو لپاره ښکاره کړي دي.
هغه وویل شهید سید حسن نصر الله له خپل برکت څخه ډک ژوند کښې د صهیونیسټ رژیم د شړلو او د لبنان د ملت د امنیت د تامینولو او د اسرائیلو د نیواک د ختمولو په لاره کښې بې شمیره بریاوې لرلي او د قدس شریف د ازادۍ لاره یې په هوشمندۍ او درایت سره اسانه کړه.