صهیونیسټ رژیم نن سهار وختي بیا په لبنان بریدونه وکړل
صهیونیسټ رژیم د لبنان د پلازمینې بیروت په جنوب کښې په الشویفات سیمې بمبارې کړي دي.
ایرنا خبري اژانس نن سهار وختي راپور ورکړ په دغو بمباریو کښې چې په یووخت وشوې په څلورو ځایونو باندې بریدونه شوي دي.
د اسرائیلو د دغو بریدونو د مرګ ژوبلو او د رسیدلي تاوانونو په هکله تراوسه کوم راپور نه دی خپور شوی.
د صهیونیسټ رژیم پوځ له تیرې دوشنبې ورځې راهسې د لبنان د جنوب په بیلابیلو سیمو باندې پراخې حملې پیل کړي دي چې اوس هم دوام لري.
بل خبر وايي چې خبري سرچینو نن سهار وختي د سوریې په دیرالزور او البوکمال سیمو کښې په یوشمیر سیمو باندې د بمباریو خبر ورکړ.
ویل کیږي څو شیبې مخکې د سوریې په ختیځ کښې په دیرالزور او البوکمال ښارونو کښې په یوشمیر سیمو باندې هوايي بریدونه شوي دي.
رسنیو وویل په دغو سیمو کښې د سختو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
بل خبر دا د عراق او د سوریې په سرحد کښې د عراق د سید الشهدا غونډ په مرکز هم هوايي حمله شوي ده.
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی چې د قطر الجزیرې ټیلي ويژن دغه خبر له کوم معلومې سرچینې پرته او یوازې د خپل یوه خبریال په قول خپور کړی دی.
صابرین نیوز هم ویلي دي چې د سوریې په البوکمال ښار باندې هوايي حملې کښې یو تن ژوبل شوی.
دغه راز د ترکیې خلکو بیګا په خپل هیواد کښې د صهیونیسټ رژیم د سفارت مخ ته په پراخې غونډې سره د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصر الله ټرو وغاند.