د " وعده صادق ۲" عملیاتو لپاره له ایران څخه د مقاومتي ډلو مننه
د « وعده صادق ۲» عملیاتو او د فلسطین په اشغالي خاوره کې د ایران د کامیابو توغندیزو بریدونو وروسته او پر هدفونو باندې د څه دپاسه ۹۰ سلنه توغندیو په لګېدو سره، مقاومتي ډلو د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د ځپوونکي غبرګون قدرونه وکړه.
د ایسنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د فلسطین د ولسي مقاومت کمېټو په یوه بیانیه کې، د وعده صادق 2 د کامیابو عملیاتو د مبارکۍ په ویلو سره اعلان وکړ: د ایران حمله او هغه ګډوډي او وحشت چې غاصب رژیم ورسره مخ شو او هغه ویره چې د ښارګوټه مېشتو او د دوی د رهبرانو په زړونو کې راغله، د صهیونیسټي نظام د سترې او ماتېدونکې کمزورۍ ښودنه کوي.
د دې بیانیې په دوام کې راغلي دي: دغه برید د دې ښودنه کوي چې د مقاومت محور موجود او ثابت دی او د خپلو شهیدو مشرانو او بې دفاع ملکي وګړو د وینو د غچ اخیستلو لپاره، یوه نوي پړاو ته داخل شوی دی.
د دغې بیانیې په یوه بله برخه کې همدارنګه راغلي دي: د ایران غبرګون ښیي چې د مقابلې په نوي پړاو کې مقاومت برلاسی دی او د صهیونیسټي رژیم جنایتونو د مقاومت په روح او د هغوی پر محور باندې هېڅ اغېزه نده کړې.
په عین حال کې د فتح انتفاضې غورځنګ هم په یوه بیانیه کې، له صهیونیسټي دښمن سره د مقابلې په بهیر کې د ایران غبرګون یو تاریخي بدلون وباله او ویې ویل: د ایران ځواب هغه نسل وژنې ته ځواب دی چې نیواکګر رژیم زموږ د ملت پرضد پیل کړی دی او دا برید په لبنان او سوریه کې د ملکي وګړي په نښه کولو ته یو ځواب دی او د مقاومت د محورونو پر یووالي ټینګار کوي.