د یمن پوځ د یافا بې پیلوټه الوتکې په وسیله، نیول شوې سیمې په نښه کړې
(last modified Thu, 03 Oct 2024 10:55:49 GMT )
Oct 03, 2024 15:25 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ د یافا بې پیلوټه الوتکې په وسیله، نیول شوې سیمې په نښه کړې

د یمن پوځ د یوې نوې اعلامیې په صادرولو سره، د تل ابیب په زړه کې د صهیونیسټانو په خلاف، د یوه بل عملیاتو د تر سره کېدو خبر ورکړی دی.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان وکړ چي د فلسطین او لبنان له مظلومو ولسونو او د هغوی له مقاومته د ملاتړ په دوام کې، د یمن هوایي ځواکونو د یوه يوځي عملیاتو په ترڅ کې، د اسرائیلي رژیم په زړه په تل ابیب کې د یافا په بې پیلوټو الوتکو سره، یو مهم مرکز په نښه کړی دی.

یحیی سریع وویل چي دا عملیات په بریالي توګه خپل ټاکل شوي اهداف په نښه کړي او دښمن د دغو بې پیلوټو الوتکو په کشفولو او نسکورولو کې، پاته راغلی دی.

د یمن د وسله والو ځواکونو د ویاند په وینا، دغه عملیات، له طوفان الاقصی څخه په ملاتړ کې، د موعود فتحې او سپېڅلي جهاد د جنګ په چوکاټ کې، تر سره شوي دي.

 د یمن پوځ اعلان وکړ ترڅو چي اسرائیلي رژیم پر غزې او لبنان خپل یرغل بند کړی نه وي، د دوی پوځي عملیات به دوام وکړي.

ټیګونه