اسلامي ایران به د اسرائیلو هر تیري ته سخت ځواب ورکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» وویل د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ویلي دی د جنګ د پراخولو غوښتونکی نه دی، خو هر تیري ته په قدرت او په مناسب ډول ځواب ورکوي.
هغه له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په ایران باندې هر ډول تیري ته به ځواب ورکړل شي زیاته کړه د وعده صادق دوه پوځي عملیات یوازې پوځي وو او په نیواکي ټاټوبو کښې په پوځي، استخباراتي او امنیتي مرکزونو باندې برید وشو ځکه چې د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ویلي دي چې د ګاونډیو هیوادونو هوايي حریم او ځمکې باید په ایران باندې د تیري یا د ګواښ لپاره مبدا یا لاره ونه وسي.
قالیباف په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د لبنان او د فلسطین له ملتونو د ملاتړ او له هغوې سره د مرستې په هکله په ایران اسلامي جمهوریت کښې یوشان نظر شته او ټول اسلامي امت د لبنان او د فلسطین له ملتونو مادي او معنوي ملاتړ کوي وویل بې شکه مقاومت ډلې به د تیروخت په شان د ایران له دغه ملاتړ او توجه څخه برخوروې وي.
د لبنان د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پرون بیروت ته له سفر او د لبنان د چارو د پرمخ بیولو د حکومت لومړي وزیر نجیب میقاتي او د پارلمان له مشر نبیه بیري سره سره کتنې وروسته د بیروت البسطیه او جنوبي ضاحیه سیمو ته چې د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو ورباندې بمبارې کړي وې ورغی.