ایران د طوفان الاقصی د عملیاتو په هکله هیڅ اطلاع نلرله
زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ وویل چې د طوفان الاقصی د عملیاتو په هکله د تهران د خبریدا په هکله ادعا هیڅ اعتبار نلري.
په نیویارک کښې په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ د فلسطین د حماس غورځنګ د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې له عملیاتو څخه د ایران د خبریدا په هکله سندونو ته د صهیونیسټ رژيم د لاسرسي په هکله د نیویارک ټایمز او د وال سټریټ جورنال ورځپاڼو ادعا ته په ځواب کښې ډاګینه کړه په داسې شرایطو کښې چې په قطر کښې دیره د حماس غورځنګ چارواکو وویل دوې هم د طوفان الاقصی د عملیاتو د پیلیدا په هکله کومه اطلاع نلرله او د نوموړیو پوځي عملیاتو پلانول، فیصله کول او مدیریت کول یوازې په غزې تړانګه کښې دیره د حماس د پوځي څانګې پرغاړه وو.
په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ډيپلوماټیک دفتر زیاته کړه هغه هر ډول ادعا چې د طوفان الاقصی عملیات په جزيي یا کلي ډول له ایران اسلامي جمهوریت یا د لبنان له حزب الله غورځنګ سره مرتبط کړي هیڅ اعتبار نلري او یوازې د سند جوړول ګڼل کیږي.